کورپاڼه / اسلام / يو چينايي د قرآن کريم ٢٠ زره لرغونې نسخې راټولې کړي
چينايي او قرآن کريم

يو چينايي د قرآن کريم ٢٠ زره لرغونې نسخې راټولې کړي

د چين هېواد اوسېدونکي يو مسلمان په تېرو شلو کلونو کې د شلو زرو څخه زياتې د قرآن کريم لرغونې نسخې راټولې کړې دي، چې ويل کېږي ارزښت يې ١٥ ميليونه ډالرو ته رسېږي.

د چين هغه نجونې چې پښتو ژبه يې زده کړې ده او (د چين ګلونه) په نوم په يوه فېسبوکپاڼه کې په پښتو ژبه کې فعاليت کوي، چې د چين په اړه بېلا بېلو معلومات خپروي.

چينايي

دوى تازه د يوه چينايي په اړه معلومات خپاره کړي دي. دوى وايي، دې چينايي سړي په تېرو شلو کلونو کې د شلو زرو څخه زياتې د قرآن کريم لرغونې نسخې راټولې کړې دي.

په دغه پوسټ کې راغلي: ((د چين د نينګ شيا د هوې قوم په کورواکه سيمه کې د هوې قوم اوسېدونکي ما جين فو په څه دپاسه شلو کلونو کې د قرآن کريم څه دپاسه شل زره لرغونې نسخې راټولې کړې، چې ځينې يې په ټوله نړۍ کې همدا يوه نسخه ده.))

قرآن کريمونه

دوى همدا راز ليکي: ((د اړوندو پوهانو د ارزونې له مخې د ده له خوا د ساتل شويو قرآن کريمونو ارزښت څه دپاسه پنځلس ميليونه ډالرو ته رسېږي.))

دوى مخکې ليکي: ((هغه له قرآن کريم سره ډېره مينه لري او کله يې چې فرصتونه پېدا کړي، قرآن کريم يې اخيستى چې زيات شمېر يې د بېلا بېلو امامانو او عالمانو له خوا په لاس ليکل شوي، نو ډېر ارزښت لري.))

قرآن کريمونه ١

د دغه لرغونو قرآن کريمونو په اړه (د چين ګلونه) پاڼه کې ليکل شوي: ((د چين په دننه او بهر کې زيات شمېر کارپوهان دا نظر لري چې د نوموړي له خوا راټول کړى شويو قرآن کريمونو شمېر، لرغونتيا، شتمني ډولونه، ارزښتناکې بڼې او ښکلي خطاطي په چين کې لومړى مقام نيسي او په ټوله نړۍ کې کم ليدل کېږي.))

چينايي ١

د دې سړي په اړه همدا راز دا هم ويل شوي دي، چې هغه نيت لري چې د قرآن کريم د يادو نسخو لپاره يو ځانګړى موزيم جوړ شي او دغه پلان د عملي کېدو په حال کې دى.

دا هم ولولئ

د حدیثونو په رڼا کې: هغه اوه وختونه چې دعا ور پکې نه ردېږي

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې په داسې حالاتو کې دعا وکړئ، الله …