کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کريم صادق په لنکا پريمئير ليګ کې د کومې لوبې ترسره کولو پرته هېواد ته راستنېږي
کريم صادق

کريم صادق په لنکا پريمئير ليګ کې د کومې لوبې ترسره کولو پرته هېواد ته راستنېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق، چې سريلانکا ته د لنکا پريمئير ليګ کې د ګډون په موخه تللى و، هېڅ لوبه يې ترسره نه کړه.

نوموړى په دغه ليګ کې د کولمبو کنګز لوبډلې اخيستى و او ويل کېدل چې ښايي د هغوى لپاره د پيليز توپوهونکي په توګه ولوبېږي، خو په هېڅ يوه لوبه کې هم برخه ورنکړل شوه.

د نورو افغان لوبغاړو په څېر کريم صادق هم سريلانکا ته تللى و، چې د همبانټوټا (چېرته چې لنکا پريمئير ليګ ترسره کېږي) څخه يې ځينې عکسونه هم په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي ول، خو په کومه لوبه کې ونه ليدل شو.

د کولمبو کنګز لوبډلې لپاره يو بل افغان لوبغاړى قېس احمد هم لوبېده، چې نوموړي د يادې لوبډلې په ټولو لوبو کې ګډون وکړ او ښه وځلېده.

قېس احمد تراوسه پورې په لنکا پريمئير ليګ کې دويم توپوهونکى دى چې زياتې ويکټې يې ترلاسه کړې دي، هغه ١٢ لوبغاړي سوځولي دي.

د دې تر څنګ رحمان الله ګربز او نوين الحق چې د کنډي ټسکرز لوبډلې سره لوبېدل، لوبډله يې په ليګ پړاو سياليو کې بهر شوه او دوى هم هېواد ته راستنېږي.

افتاب عالم بيا د ډمبوله وايکينګ لوبډلې سره لوبېده، خو يوازې په يوه لوبه کې يې ګډون وکړ او د ناروغۍ له امله بېرته هېواد ته راغى، خو سميع الله شينوارى هم له يادې لوبډلې سره لوبېده، چې ځينو لوبو کې يې ښه توپوهنه هم ترسره کړه.

حضرت الله ځاځى چې د ګال ګليډيټرز لوبډلې سره لوبېږي، که څه هم تراوسه پورې په توپوهنه کې نه دى ځلېدلى، خو د دوى لوبډلې پايلوبې ته لار پېدا کړې ده.

د کريم صادق د نه لوبېدو په اړه نه هم هغه په خپله څه ويلي دي او نه يې د لوبډلې له لوري څه ويل شوي دي، خو کولمبو کنګز لوبډلې په نيمه پايلوبه کې د ګال ګليډيټرز څخه پرون ماتې وخوړله او له دې وروسته به کريم صادق هم پرته د کومې لوبې ترسره کولو هېواد ته راستون شي.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …