کورپاڼه / خپلواک / د شپږيزې ليګ د سبا ورځې دوه لوبې وړيا وګورئ
د شپږيزې لوبې

د شپږيزې ليګ د سبا ورځې دوه لوبې وړيا وګورئ

خپلواک وېبپاڼه (١٣ اکتوبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ بورډ يو ځل بيا د هېوادوالو لپاره يوه ورځ لوبې وړيا کړي دي، چې هېوادوال کولاى شي پرته له ټکټ اخيستو کابل لوبغالي ته ورشي او لوبې له نږدې څخه په وړيا ننداره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي: ((د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، سبا د شپږیزې کرکټ لیګ د لومړي پړاو وروستۍ لوبې دي او څلور لوبډلې به د یو بل پر وړاندې ډګر ته ښکته شي نو هېوادوال او د کرکټ مینه وال کولی شي يوازې سبانۍ لوبې په وړیا ډول ننداره کړي او له لوبو خوند واخلي.))

سبا د شپږيزې کرکټ ليګ د لومړي پړاو يا راونډ لوبو وروستۍ دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه به د محمد نبي په مشرۍ د مس عينک اتلانو او د شاپور ځدراڼ په مشرۍ د امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ سهار نهه بجې پيل شي.

همدا راز دويمه لوبه بيا د راشد خان په مشرۍ د بند امير ښامارانو او د ګلبدين نايب په مشرۍ د بوست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ماسپښئن ١:١٥ بجه پيلېږي.

تر دې مخکې هم د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي دوه ورځې يا څلور لوبې د خلکو لپاره وړيا کړې وې چې خلکو پرته له ټکټ څلور لوبې ننداره کړې.

نوموړي د شپږيزې کرکټ ليګ د پرانيستې پر مهال ويلي و، چې شپږيزه کرکټ ليګ ورته له مادي ډېر معنوي ارزښت لري او په همدې خاطر غواړي چې د دوه ورځو لپاره د لوبو ټکټ وړيا شي او هېوادوال دې په وړيا ډول د کابل لوبغالي ته ورشي او هلته دې خپل اتلان له نږدې څخه وګوري او تشويق دې يې کړي.

د شپږيزې کرکټ ليګ د لوبو ليدو لپاره ډېرى هېوادوال کابل لوبغالي ته ورځي او هلته له نږدې څخه لوبې ګوري، خو ډېرى غريب کسان بيا نه شي کولاى د سل افغانيو ټکټ واخلي، نو د هغوى لپاره دا ډېر ښه چانس دى، چې کابل لوبغالي ته لاړ شي او هلته خپل ملي اتلان له نږدې وګوري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …