کورپاڼه / خبرونه / د ويراټ کوهلي د بريا تر شا څوک و؟
مهيندرا سينګ دهوني او ويراټ کوهلي

د ويراټ کوهلي د بريا تر شا څوک و؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې اوسنى لوبډلمشر ويراټ کوهلي نه يوازې دا چې د خپلې لوبډلې لپاره ډېرې برياوې ترلاسه کړې دي، بلکې په خپله هم هغه د نړۍ غوره توپوهونکى دى، چې ټول يې ستاينې کوي.

دا مخکښ توپوهونکى د ٢٠١١ نړيوال جام وروسته داسې حالت ته راغلى و، چې په بشپړ ډول له لوبډلې څخه ليرې کېده، خو هغه مهال د وخت لوبډلمشر د ويراټ کوهلي ملاتړ ته رامخکې شو او د هغه کيرير يې وساته.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند ملي لوبډلې پخواني کرکټر او اوس کمنټېټر سنجى منجريکر د ويراټ کوهلي په اړه ځينې خبرې تازه د رسنيو سره شريکې کړې دي، چې د خلکو لپاره نوې دي.

منجريکر د يو ورزشي ټلويزيون سره په خپله مرکه کې وويل، چې ويراټ کوهلي د خپل کيرير د لومړي ٦ ټېسټ لوبو وروسته له لوبډلې ليرې کېده، خو هغه مهال د هند کپتان مهيندرا سينګ دهوني د هغه ملاتړ وکړ او له لوبډلې څخه ليرې نه کړاى شو.

د يادولو وړ ده چې د ١٢-٢٠١١ پر مهال چې ويراټ کوهلي د اسټراليا پر وړاندې په ټېسټ لوبو کې ونه ځلېده، نو د هند کرکټ بورډ د هغه د ليرې کېدو په اړه پرېکړه کړې وه، خو هغه مهال چې مهيندرا سينګ دهوني د هند لوبډلې کپتان و، د ويراټ کوهلي ملاتړ يې وکړ او په يوه بله لوبه کې يې هم واخيسته.

له هغه وروسته ويراټ کوهلي د پرت په لوبغالي کې په لوموړۍ پاڼۍ کې ٤٤ او په دويمه پاڼۍ کې ٧٥ منډې وکړې، همدا راز په ورپسې لوبه کې چې په اډلايډ کې ترسره شوه، نوموړي د خپل کيرير لومړۍ سليزه ووهله.

سنجى منجريکر د ويراټ کوهلي د وړتيا په اړه وويل: ((ويراټ کوهلي خو نو بيا ويراټ کوهلي دى، د منډو جوړولو په چل پوهېده، د اسټراليا پر وړاندې يې سليزه ووهله، که څه هم هند په دغه لوبلړۍ کې په ٤-٠ سره ماتې وخوړه، خو ويراټ کوهلي يوازينى هندى لوبغاړى و چې سليزه يې ووهله.))

د يادولو وړ ده چې ويراټ کوهلي په لومړنيو لوبو کې ډېر کامياب نه و، خو په ٧مه لوبه کې نوموړي سليزه ووهله او له هغه وروسته ويراټ کوهلي بيا ډېر ستر ستر ريکارډونه جوړ کړل.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

رحمان الله ګربز تاريخ جوړ کړ، د افغانستان لومړى او د نړۍ ١٦م لوبغاړى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي په خپله لومړۍ نړيواله …