کورپاڼه / بېلا بېل / مور او لور په يوه ورځ واده وکړ
ناوې

مور او لور په يوه ورځ واده وکړ

“خلک به څه وايي” دا خبره په هند کې يوې ٥٣ کلنې ښځې شاته وغورځوله او په کومه ورځ چې يې د ٢٧ کلنې لور واده و، په هماغه ورځ يې مور هم واده وکړ.

د ښځې لپاره دويم واده يا په پاخه عمر کې دويم واده که څه هم په ډېرى هېوادونو کې ډېره عادي خبره ده، خو په ځينو هېوادونو کې بيا دې کار ته خلک په ښه سترګه نه ګوري.

د (انډيا ټايمز) د راپور په وېنا، دا ښځه بيلي ديوي نومېږي، چې خاوند يې ٢٥ کاله مخکې مړ شوى و. د دغه ښځې درې لوڼه او دوه زامن و، چې د خپل لېور په مرسته يې پالنه کړې وه.

په راپور کې راغلي، د دغه ښځې د دوه زامنو او دوه لوڼو ودونه شوي و او يوازې کوچنۍ لور يې چې اندو نومېده پاتې وه. تېرو ورځو کې د هند په ګورکپور کې ډله ييز ودونه کېدل، چې دې لور او مور هم په همدې ډله ييزو ودونو کې واده وکړ.

په راپور کې ويل شوي دي، چې بيلي ديوي د خپل ٥٥ کلن لېور جګدېش سره واده وکړ، چې د هغه په مرسته يې د خپلو بچو پالنه کړې وه.

همدا راز د اندو واده بيا د ٢٩ کلن راهول سره وشو.

په راپور کې همدا راز زياته شوې، د خپلې مور د واده په اړه اندو وويل: ((زما مور او تره مې زموږ د خويندو او وروڼو ډېره ښه پالنه کړې ده او زه ډېره خوشحاله يم چې دوى به اوس په يو بل پام کوي.))

د ٥٣ کلنې بيلي ديوي په واده يې د هغه لوڼه او زامن هم خوشحاله دي. د يادولو وړ ده چې په ګورکپور کې په دغه ډله ييز واده کې د ٦٣ نجونو واده وشو.

Loading...

دا هم ولولئ

ډونالډ ټرمپ او پاکستانۍ نجلۍ

يوه پاکستانۍ نجلۍ ادعا کوي چې د ډونالډ ټرمپ لور ده + ويډيو

د امريکا تېر ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ دوره پرون پاى ته ورسېده او له …