د جافنا سټالينز لوبډلې نن په نيمه پايلوبه کې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې ته د ٣٧ منډو په توپير ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه، چې په پايلوبه کې به د ګال ګليډيټرز لوبډلې سره مخ شي.
د سريلانکا تجارتي ليګ يا لنکا پريمئير ليګ دويمه نيمه پايلوبه د جافنا سټالينز او ډمبوله وايکينګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ډمبوله وايکينګ پچه وګټله او لومړى يې د جافنا سټالينز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
جافنا سټالينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې جوهانسن چارلس ٧٦، اويشکا فرنانډو ٣٩ او ونيندو هسارنګا ١٤ منډې وکړې.
د ډمبوله وايکينګ له لوري مليندا پشپا کمار ٢، لاهيرو کمارا، انور علي او راميش مينډس ١-١ ويکټ واخيستې.
د ١٦٦ منډو هدف په تعقيب کې د ډمبوله وايکينګ ټوله لوبډله په ١٩.١ اورونو کې د ١٢٨ منډو په جوړولو وسوځېده او د ٣٧ منډو په توپير يې په دويمه نيمه پايلوبه کې ماتې وخوړه.
د دوى له لوري اوپل تهارانګا ٣٣، نيروشان ډيکيولا ٢٩ او راميش مينډس ٢٦ منډې وکړې. همدا راز سميع الله شينواري هم په ٤ توپونو ٤ منډې ترلاسه کړې.
د جافنا سټالينز له لوري ونيندو هسارنګا ٣، دننجايا ډي سلوا، سورانګا لکمل، چاريټ اسالنکا، دياني اوليوير او چتورانګا ډي سلوا ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جوهانسن چارلس ته ورکړل شوه.
د يادولو وړ ده چې په لومړۍ نيمه پايلوبه کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې د کولمبو کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او پايلوبې ته يې لار پېدا کړې وه.
د لنکا پريمئير ليګ پايلوبه به د ګال ګليډيټرز او جافنا سټالينز لوبډلو ترمنځ د دسمبر په ١٦مه نېټه ترسره شي.