کورپاڼه / هنر او کلتور / سندرغاړي ګلزار عالم کابل نه اسلام اباد ته کډه یوړه
ګلزار عالم

سندرغاړي ګلزار عالم کابل نه اسلام اباد ته کډه یوړه

د پښتو ژبې مشهور او انقلابي سندرغاړی ګلزار عالم په کابل کې د څو کلونو تېرولو وروسته اسلام اباد ته ستون شو او هلته مېشت شو.

ګلزار عالم څو کاله مخکې کابل ته کډوال شوی و، چې خپله کورنۍ يې هم له ځان سره راوستې وه.

په پېښور کې مېشت خبریال روښان یوسفزي د ګلزار عالم په اړه ليکلي دي چې نوموړي په افغانستان کې خپله جلاوطني ختمه کړه او بېرته پاکستان ته راغی.

روښان یوسفزی وايي، چې ګلزار عالم ورته د پاکستان د پرېښودو په اړه د پښتو لاندې ټپه وویله:

څوک په رضا د ملکه نه ځي

یا ډېر غریب شي یا د یار د ټسه ځینه

نوموړی همدا راز زیاتوي، ګلزار عالم ورته وویل چې د خپلې خاورې او خلکو سره ډېره مینه لري او همدې مینې بېرته راوست. هغه وايي، تر څو چې ژوندی یم همدلته به د خپلې خاورې، خلکو او کلتور خدمت د موسیقۍ له لارې کوم.

ګلزار عالم همدا راز دا هم وویل، چې افغان حکومت او افغانانو يې ډېر قدر کړی، هغه او د هغه کورنۍ مېلمستیا يې کړی او ډېر درناوی يې ورکړی.

د روښان یوسفزي په وېنا، ګلزار عالم وویل، چې د پښتو موسیقي له چیلنجونو سره مخ ده او باید د نړۍ سره اوږه په اوږه روانه کړای شي.

د یادولو وړ ده چې ګلزار عالم له څو لسیزو راهیسې د پښتو موسیقۍ خدمت کړی دی. نوموړی د انقلابي سندرغاړي په توګه هم پېژندل کېږي او په کوزه پښتونخوا کې د قامپرست ګوند عوامي نېشنل ګوند زیاتره انقلابي سندرې هم نوموړي ویلي دي.

د ګلزار عالم له لوري ویل شوې ترانه “اې زما وطنه د لعلونو خزانې زما” اوس هم د عوامي نېشنل ګوند ترانه ده، چې په هره غونډه او ناسته کې تر هر څه دمخه دا ترانه غږول کېږي او ټول يې په احترام درېږي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …