کورپاڼه / خپلواک / له سريلانکا شرموونکې ماتې، سرفراز لوبډلمشري پرېښوده
سرفراز احمد

له سريلانکا شرموونکې ماتې، سرفراز لوبډلمشري پرېښوده

خپلواک وېبپاڼه (١٣ اکتوبر ٢٠١٩): د سريلانکا له ځوانې لوبډلې شرموونکې ماتې خوړلو نه وروسته د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر سرفراز احمد په دغه هېواد کې د شل اوريزو سياليو د سند ايالت لوبډلې له لوبډلمشرۍ انکار وکړ.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، د سريلانکا لوبډلې څخه د ماتو خوړلو وروسته د سرفراز احمد په لوبډلمشرۍ سختې نيوکې روانې دې.

پاکستان کرکټ بورډ قومي شل اوريز ليګ پيلوي، چې د دغه سياليو د پيلولو نه مخکې يې له رسنيو سره د لوبغاړو ناسته ترسره کړه. په دغه ناسته کې خبريالانو د سرفراز احمد نه سختې او تندې پوښتنې وکړې.

د خبريالانو په مخنيوي کې د پاکستان کرکټ بورډ ناکامه شو او هلته موجود کسان وايي، چې خبريالانو له سريلانکا څخه د ماتې ټوله پړه په سرفراز احمد واچوله.

دا هم ولولئ:

پاکستان سريلانکا لوبډله راوسته، خو باران يې مخه نيولې

سريلانکايي ځوانانو پاکستانۍ مخکښه لوبډله په خپل کور کې وډبوله

له سريلانکا شرموونکې ماتې، پاکستاني مينه وال په کپتان غصه سړه کړه

له دغه خبري ناستې وروسته سرفراز احمد له سخت خپګان او پرېشانۍ سره مخ و او د پاکستان کرکټ بورډ نه يې غوښتنه وکړه، چې نه غواړي د سند ايالت لوبډلې لوبډلمشري وکړي. هغه وويل چې په قومي شل اوريزو سياليو کې د لوبډلمشر په حېث نه لوبېږي، بلکې د يوه عادي لوبغاړي په توګه به لوبه ترسره کړي.

د سند ايالت د لوبډلې لوبډلمشرۍ څخه تر انکار وروسته اسد شفيق د دغه لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

د يادولو ده چې پاکستان کې د قومي شل اوريزو سياليو په نوم يو ټورنمنټ پيلېږي، چې د اکتوبر له ١٣مې به بيا تر ٢٤مې پورې دوام وکړي، چې بريالۍ لوبډلې ته به ٥٠ لکه کلدارې انعام ورکړل شي.

ياده دې وي چې پاکستان تر ډېرو هڅو وروسته د سريلانکا لوبډله پاکستان ته راوسته، خو د سريلانکا تجربه کاره لوبغاړو پاکستان ته له تګ انکار وکړ، نو د سريلانکا کرکټ بورډ مجبوره شو او د ځوانو لوبغاړو لوبډله يې پاکستان ته ولېږله.

سريلانکا د درې شل اوريزو سياليو په لوبلړۍ کې پاکستان ته وايټ واش ماته ورکړه، چې درې واړه سياليو کې يې بريا خپله کړه او له هغه وروسته د پاکستان کرکټ مينه وال خپلې لوبډلې ته ډېر په غصه دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …