کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / د راشد خان اړوند لوبډله اډلايډ سټرايکرز نن دويمه لوبه ترسره کوي
راشد خان

د راشد خان اړوند لوبډله اډلايډ سټرايکرز نن دويمه لوبه ترسره کوي

د اسټراليا په بيګ باش تجارتي ليګ کې د راشد خان دوى لوبډله اډلايډ سټرايکرز نن خپله دويمه لوبه ترسره کوي.

دا لوبه چې په لانيسټون کې ترسره کېږي، اډلايډ سټرايکرز به د هوبارټ هوريکنز لوبډلې سره مخ شي. دا لوبه د افغانستان په وخت ١٢:٤٥ بجې پيلېږي.

اډلايډ سټرايکرز په روان کال کې خپله لومړۍ لوبه هم د هوبارټ هوريکنز پر وړاندې ترسره کړې وه، چې هوريکنز د ١١ منډو په توپير سټرايکرز ته ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې راشد خان په ٤ اورونو کې د ٣٨ منډو په بدل کې ١ ويکټ اخيستې وه، په لوبه کې يې يو غوره کېچ هم په باونډرۍ کې نيولى و، خو په توپوهنه کې بيا په صفر وسوځېده.


هوبارټ هوريکنز دوه لوبې ترسره کړې دي او په دواړو لوبو کې يې بريا خپله کړې ده، چې د ٧ نومرو په درلودو سره په جدول کې دويمه لوبډله ده.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

هوبارټ هوريکنز: ډارسي شورټ، ويل جېکس، کولين انګرام، بين مک ډرموټ، پيټر هېنډزکومب (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، ټيم ډيويډ، جېمز فولکنر، ناتن اليس، جوهن بوتها، سکاټ بولېنډ او ريلي ميريډټ.

اډلايډ سټرايکرز: پيليپ سالټ، جېک ويدرالډ، مټ رينشا، اليکس کېري (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، جوناتن ويلس، ريان ګبسن، راشد خان، ډينيل اورال، پيټر سيډل، ويس اګر او ډيني بريګس.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځى

لنکا پريمئير ليګ: نن رحمان الله ګربز د حضرت الله ځاځي سره مخ کېږي

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې نن دوه لوبې ترسره کېږي، چې په …