کورپاڼه / خبرونه / بنګله دېشى کرکټر مشفيق الرحيم د خپلې لوبډلې لوبغاړي ته سخت غصه شو
مشفيق الرحيم

بنګله دېشى کرکټر مشفيق الرحيم د خپلې لوبډلې لوبغاړي ته سخت غصه شو

د بنګله دېش په کورنيو سياليو ٢٠ اوريزه سياليو کې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکى او توپوهونکى مشفيق الرحيم د لوبې پر مهال د خپلې لوبډلې لوبغاړي ته سخت غصه شو او په توپ د ويشتلو اشاره يې هم ورته وکړه.

مشفيق الرحيم د بنګله دېش د کورنيو ٢٠ اوريزو سياليو کې د ډهاکه لوبډلې لوبډلمشر دى، نوموړى د لوبې پر مهال د خپلې لوبډلې لوبغاړي نسيم احمد باندې ٢ ځلې غصه شو.

په لومړي ځل، چې کله د مخالفې لوبډلې لوبغاړي عفيف حسېن په توپ اچنکي شپږيزه ووهله او په ورپسې توپ يې يوه منډه وکړه، نو د توپ د نيولو پر مهال مشفيق او نسيم دواړو په توپ پسې منډه کړه او له يو بل سره ولګېدل، هغه وخت مشفيق ډېر زيات غصه شو او له ځانه اوږد بالر ته يې د سوک وهلو اشاره وکړه.

دويم ځل بيا د لوبې په ١٧م اور کې دا کار وشو، کله چې د شفيق په توپ باندې عفيف د شاټ وهلو هڅه وکړه، خو توپ هماغلته پورته شو او نسيم د کېچ په نيولو پسې رامنډه کړه، خو بل لوري ته مشفيق الرحيم هم د کېچ نيولو پسې منډه کړه او نسيم ته يې اشاره وکړه، چې په کېچ پسې رانه شي، خو هغه هم رامنډې وهلې.


که څه هم دا ځل دواړه د تېر په څېر ونه جنګېدل، خو مشفيق الرحيم کېچ ونيولو او په هغه دومره غصه شو، چې په توپ د ويشتلو اشاره يې هم ورته وکړه.

په ټولنيزو رسنيو کې د مشفيق الرحيم دا ويډيو ډېره لاس په لاس کېږي او په مشفيق الرحيم خلک سختې نيوکې کوي او وايي چې په کرکټ کې د هغه دا رويه ډېره بده ده، په داسې حال کې چې هغه لوبډلمشر دى او د خپلې لوبډلې له لوبغاړو سره داسې چلند کوي.

د خلکو تر نيوکو وروسته مشفيق الرحيم په رسمي بڼه له ياد لوبغاړي او خپلو مينه والو څخه بخښنه هم وغوښته. هغه له نسيم احمد سره په انسټاګرام اکاونټ کې يو عکس خپور کړ او وې ليکل، چې له لوبې وروسته يې د نسيم احمد څخه هم بخښنه غوښتې ده او له خپله مينه والو څخه هم بخښنه غواړي. هغه وويل، چې انسان دى، خو هڅه به کوي چې په راتلونکي کې بيا داسې پېښه ترسره نه شي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Mushfiqur Rahim (@mushfiqurofficial)

دا هم ولولئ

آریانا تلویزون هم د شل اوریز نړیوال د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

له ملي سپورټ تلویزون وروسته د آریانا تلویزوني شبکې هم په رسمي بڼه د د …