کورپاڼه / ريکارډونه / راشد خان په ٢٠٢٠ کال کې په شل اوريزو لوبو کې د ويکټو پنځوسيزه پوره کړه
راشد خان

راشد خان په ٢٠٢٠ کال کې په شل اوريزو لوبو کې د ويکټو پنځوسيزه پوره کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي په روان کال کې په شل اوريزو لوبو کې د ويکټو پنځوسيزو پوره کړه، خو نوموړى دويم توپ اچونکى دى چې په ٢٠٢٠ کال کې يې زياتې ويکټې اخيستي دي.

راشد خان چې په بيګ باش ليګ کې د اډلايډ سټرايکرز لپاره لوبېږي، نن يې د هوبارټ هوريکنز پر وړاندې په لوبه کې په لوبه کې ١ ويکټ واخيسته، چې له دې سره يې په روان کال کې ٥٠ ويکټې پوره کړې.

نوموړي په نننۍ لوبه کې د ٤ اورونو په ترسره کولو سره ٢٧ منډې ورکړې او ١ لوبغاړى يې وسوځاوه.

راشد خان په ٢٠٢٠ کال کې تراوسه پورې ٤١ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې پکې يې ٥٠ ويکټې اخيستي دي. همدا راز په يوه لوبه کې يې د ٢٢ منډو په ورکولو سره ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.


هغه ١٥٩.٢ اورونه ترسره کړي دي، چې ٩٩٨ منډې يې ورکړې دي او اوسط يې ١٩.٩٦ دى، اکانومي يې بيا ٦.٢٦ ده.

په ٢٠٢٠ کال کې تر ټولو زياتې ويکټې د پاکستان حارث روف اخيستي دي، نوموړي په ٣٢ لوبو کې ٥٢ لوبغاړي سوځولي دي، چې په يوه لوبه کې يې د ٢٣ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي. هغه ١٢٠.٥ اورونه ترسره کړي دي او ١٠٠٤ منډې يې ورکړې دي.

که څه هم سږکال د افغانستان نړيوالې لوبې په نه شتون حساب دي، خو راشد خان بيا د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې لوبېږي. نوموړى چې په دې نږديو کې په کارابين پريمئير ليګ او اى پي ايل کې ولوبېده، اوس په بيګ باش ليګ کې هم لوبېږي.

په هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې نوموړي د روان کال تر ټولو اقتصادي توپ اچونه هم ترسره کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيسمونډ هاينيس، رحمان الله ګربز او کولن انګرام

هغه توپوهونکي چې په لومړنۍ نړيواله لوبه کې يې ډېرې منډې کړي

د هر کرکټر لپاره په نړيوالو لوبو کې لوبېدل يو ارمان وي او بيا ځينې …