کورپاڼه / خبرونه / پوليسو په پاکستاني کپتان بابر اعظم د يوې ښځې له لوري لګول شوي تورونه بې بنسټه وبلل
بابر اعظم

پوليسو په پاکستاني کپتان بابر اعظم د يوې ښځې له لوري لګول شوي تورونه بې بنسټه وبلل

پاکستاني پوليسو د هغه ښځې تورونه بې بنسټه وبلل، چې ويلي يې و، د پاکستان ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم ورسره دوکه کړې ده او څو کاله يې په دې تمه وساتله، چې واده ورسره کوي، خو بيا يې پرېښوده.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، هغه پوليس افسر چې د دې ښځې د تورونو په اړه يې څېړنه کوله، محکمې ته ويلي دي، چې د يادې ښځې تورونه بې بنسټه دي.

هغه زياته کړې ده، چې په ٢٠١٧ کال کې هم دې ښځې تورونه لګولي و، چې هېڅ ثبوت يې نه درلود او له همدې امله يې دوى عريضه ختمه کړه.

په راپور کې ويل شوي دي، چې يادې ښځې اوس هم داسې کوم اسناد يا ثبوتونه پوليسو ته نه دي ورکړي، چې د هغې تورونه رښتيا ثابت کړي.

محکمې پوليسو ته امر کړى دى، چې د قانون سره سم دې دا قضيه پاى ته ورسوي.

د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې په لاهور کې يوې خبري ناستې ته د حاميزه په نوم يوې ښځې وويل، چې هغه مهال چې بابر اعظم کرکټ ته نه و راغلى، د دواړو ترمنځ يارانه وه او د واده پرېکړه يې کړې وه.

يادې ښځې ويل، چې کورنۍ يې دې واده ته راضي نه وې او بابر اعظم هغې ته وويل، چې دواړه به په محکمه کې واده وکړو، نو له کوره يې بوتلله او ډېر وخت دوى په بېلا بېلو ځايونو کې تېر کړ.

حاميزه همدا راز ويلي و، چې زه له بابر اعظم څخه حامله هم شوم، خو حمل يې راباندې ليرې کړ. هغه وايي، بابر اعظم باندې يې ډېر مصارف هم کړي و او کله چې د پاکستان ملي لوبډلې ته غوره شو، نو بيا يې ورسره دوکه وکړه او له واده څخه انکاري شو.

دغه ښځې د پاکستان لومړي وزير عمران خان څخه هم غوښتنه کړې وه، چې هغې ته دې انصاف ورکړل شي.

دا هم ولولئ

اشرف غني او محمد نبي

اشرف غني له کپتان محمد نبي سره په ټیلیفون خبرې وکړې

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بریا وروسته …