کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه پروګرام چې د ورځې ١٠ زره کمپيوټرې خرابوي، کوم يو دى؟
کمپيوټر ته ناسته ښځه

هغه پروګرام چې د ورځې ١٠ زره کمپيوټرې خرابوي، کوم يو دى؟

د مايکروسافټ شرکت کاروونکو ته خبردارى ورکړى دى، چې ځينې داسې خطرناک پروګرامونه دي، چې په کمپيوټر کې تر انسټالولو وروسته کمپيوټرې خرابوي.

د مايکروسافټ په وېنا، په دې کې يو هم د (Adrozek) په نوم دى، چې هره ورځ ١٠ زره کمپيوټرې خرابوي.

د امريکايي مجلې (بي سي) د راپور په وېنا، دا پروګرام له کمپيوټر څخه فايلونه او نوره ډاټا پټوي، د براوزر په کارولو کې ستونزې راولاړوي او همدا راز نور شخصي معلومات هم غلا کوي.

کروم

په راپور کې ويل شوي: ((دا پروګرام چې کله په کوم فايل بريد وکړي، نو هغه بېکاره کوي، د براوزر کار خرابوي، همدا راز د کمپيوټر څخه شخصي ډاټا پټوي.))

د مايکروسافټ په وېنا، دا پروګرام د مۍ په مياشت کې فعال شوى دى او د اګست په مياشت کې اوج ته رسېدلى دى.

شرکت همدا راز زياته کړې ده، چې زموږ د معلوماتو له مخې، دا پروګرام هره ورځ په ټوله نړۍ کې له ٣٠ زرو څخه زيات سرورونه خرابوي.

نجلۍ لېپټاپ ته ناسته

مايکروسافټ شرکت کاروونکو ته ويلي دي، چې هغه پروګرامونه چې مشهور نه دي او يا هم مستند نه دي، له ډاونلوډولو څخه يې ډډه وکړئ او همدا راز انټي وايرس استعمال کړئ.

دوى همدا راز دا هم ويلي دي، چې په کمپيوټر کې کم پروګرامونه کاروئ، هغه يو ځل له کمپيوټر ليرې کړئ او بيا يې له سره انسټال کړئ، په دې ډول به له خطرې څخه بچ شئ.

دا هم ولولئ

آیا له ځمکې ۱۶۵ نوري کاله لېرې موجود فضایي مخلوق د ځمکې پر لور راروان دي؟

د فضایي مخلوق یا ایلین په اړه به مو ډېرې کیسې او فلمونه لېدلي وي، …