کورپاڼه / روغتيا / د انګورو مختلف رنګونه او د هغې بېلا بېلې ګټې
انګور

د انګورو مختلف رنګونه او د هغې بېلا بېلې ګټې

ویل کېږي چې انګور د لرغونې زمانې له مشهورو مېوو څخه دي، چې په منځني ختیځ کې له ۸۰۰۰ کلونو څخه کرل کېږي او خلک یې د خواږه خوند او بېلابېلو رنګونو په سبب خوښوي، چې په سور، ژېړ، تورو، شنو او ګلابي ډوله رنګونو سره موندل کېږي.

په انګورو کې موجود غذایي توکي:

  • په کمه اندازه شکر لري لکه ګلوکوز او فرکټوز.

  • ګڼ شمېر ویټامین لري لکه کیروټینایډز، ویټامین ای، ویټامین بي، ویټامین سي، ویټامین کی او نور.

  • مهم غذایي توکي لري لکه کلسیم، پوتاشیم، اوسپنه، کوبالټ او میګنیزیم.

  • نامیاتي تېزاب لري لکه سایټرک اسید، ټارټرک، ایسکوربک او مالیک.

  • فعال مرکبونه لري لکه فینولس.

  • غذایي ریښې لري لکه پیکټین

  • انټي اکساید لري لکه ټینن، جیرانیول، انتوسانیانز، فلاوونول، لوټسن او زیکسنتین.

ویل کېږي چې په یو وږي انګور کې ۱۵۱ ګرامه لاندې توکي موندل کېږي.

  • ۱۰۴ ګرامه کالوري

  • ۲۷.۳ ګرامه کاربوهایډریټ

  • ۱.۱ ګرامه پروټین

  • ۰.۲ ګرامه غوړ

  • ۱.۴ ګرامه فایبر

انګور د روغتیا لپاره ګټور وي.

د زړه او رګونو لپاره ګټور وي: ویل کېږي چې انګور د زړه او وینې د لوړ فشار لپاره ګټور وي او دا ځکه ګټور وي چې د انګورو په جوړښت کې په زیاته اندازه پوتاشیم او میګنیزیم شتون لري، چې وینه او رګونه یې منظم ساتي او د لوړ فشار سطحه کنټرولوي.

له دایمي ناروغیو څخه مخنیوی کوي: ویل کېږي چې په انګورو کې ډېر ځواکمن انټي اکساید شتون لري، چې له دایمي ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

وینه له کمښت څخه ساتي: ویل کېږي چې په انګورو کې په زیاته اندازه اوسپنه شتون لري، چې د هیموګلوبینو په جوړولو کې ګټور ګڼل کېږي.

د هاضمې سیستم ښه کوي: د انګورو یوه لویه ګټه دا هم ده، چې په جوړښت یې ریښې شتون لري او هضم ښه کوي. دغه راز د میتابولیزم عملیه هم ښه کوي.

قبض ښه کوي: ویل کېږي چې انګور د هضم په ښه کولو کې مرسته کوي او پکې موجودې ریښې د قبض مخنیوی کوي.

د بدني روغتیا لپاره: ویل کېږي چې په انګورو کې انټي اکساید شتون لري، چې دفاعي سیستم ځواکمنوي او د مختلفو ناروغیو مخنیوی کوي.

د غاښونو ساتنه کوي: ویل کېږي چې په انګورو کې موجود توکي د غاښونو او ژامو ساتنه کوي.

د سرطان مخنیوی کوي: ویل کېږي چې د انګورو په جوړښت کې مختلف مرکبونه شتون لري، چې د سرطان د مختلفو ناروغیو مخنیوی کوي.

د سترګو ساتنه کوي: ویل کېږي چې په انګورو کې ډېری مرکبونه د سترګو د ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

د بدن وزن کموي: ویل کېږي چې انګور په بدن کې موجود زهرجن توکي له منځه وړي او یورک اسیدو څخه بدن ژغوري. دغه راز د ګردو له تیږو هم مخنیوی کوي.

د هډوکو لپاره ګټور: په انګورو کې مختلف توکي د هډوکو لپاره ګټور وي.

ځینې نورې ګټې: ویل کېږي چې په انګورو کې موجود توکي د حافظې اړوند ستونزې او د عمر په ډېرېدو سره ځینې نښې له منځه وړي. دغه راز که چېرته یې امیندوارې میرمنې استعمال کړي، نو ډېر ګټور ورته تمامېږي.

د پوستکي لپاره د انګور ګټې:

انګور یوه داسې مېوه ګڼل کېږي، چې غذایي توکي یې د روغتیا او ښکلا لپاره ګټور وي او د ډېر عمر اغېزې کموي.

  • پوستکی تازه ساتي

  • پوستکی پاک ساتي

  • د خالونه درملنه کوي

  • پوستکی د لمر له وړانګو ژغوري.

د رنګ له مخې د انګورو ګټې:

ویل کېږي چې په سرو انګور کې  د flavonoids په نوم ماده شتون لري، چې په همدې سبب یې رنګ هم سور وي او ګټې یې په لاندې ډول بیانوو:

  • حجرې له ضرر څخه ساتي.

  • د ډېر عمر اغېزې ختموي.

  • د موسمي حساسیت څخه مخنیوی کوي.

  • دفاعي سیستم ځواکمنوي.

  • د سرطان خلاف واقع کېږي.

  • کلیسټرول کموي

د تورو انګورو ګټې:

  • کلیسټرول کموي.

  • د زړه د ناروغیو خطر کموي.

  • د شکر په وړاندې د حجرو ساتنه کوي.

د شنو انګورو ګټې:

  • د وینې دوران ښه کوي.

  • سوخت له منځه وړي.

د مویزو یا کشمشو ګټې:

  • دفاعي سیستم ځواکمنوي.

  • له دایمي ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

د انګورو د زړو ګټې:

  • د زړه د حملې او نورو ستونزو مخنیوی کوي.

  • د پښو د سوخت مخنیوی کوي.

  • د وینې دوران ښه کوي.

  • د سرطان مخنیوی کوي.

  • ذهني فشار کموي.

د انګورو د زړو د تېلو ګټې:

  • پوستکی د لمر د وړانګو له ضرر څخه ساتي.

  • د ویښتانو او پوستکي ساتنه کوي.

  • کلیسټرول برابر ساتي.

  • هډوکي ځواکمنوي.

د انګورو د پاڼو ګټې:

  • د ټنسلایټس مخنیوی کوي.

  • کلیسټرولو ته ګټور وي.

  • د قبض مخنیوي کوي.

  • د زړه د ناروغیو درملنه کوي.

  • وینه له کمښت څخه ساتي.

  • غاښونه او هډوکي کمزوري کوي.

  • د زړه د ناروغيو درملنه کوي.

  • د سترګو ساتنه کوي.

  • د اسهال لپاره ګټور وي.

  • وزن کموي.

دغه راز د انګورو ډېر خوراک د وینې فشار لوړوي، چې د شکر ناروغانو لپاره ښه نه تمامېږي او د امیندوارو میرمنو لپاره هم ورته کړنه د ستونزو څخه ډک ګڼل کېږي.

د انګورو د خوړلو پرمهال لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ.

  • هغه کسان چې د وینې اړوند درمل کاروي، باید د انګورو د خوراک په اړه ډاکتر سره مشوره وکړي.

  • هغه کسان چې ګردې یې له فعالیته لوېدلي وي، باید ډېر انګور ونه خوري.

  • د انګورو ډېر خوراک د سر درد، چکر خوړل او د کانګو سبب ګرځي.

  • ددې لپاره چې له انګورو ډېره ګټه ترلاسه کړو، نو باید سره انګور وخورو.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …