کورپاڼه / هنر او کلتور / تاج ملک عالم ګل پاڼې ته: يو شريف سړي سره واده وکړه، خېر دى که غريب هم وي
ګل پاڼه او تاج ملک عالم

تاج ملک عالم ګل پاڼې ته: يو شريف سړي سره واده وکړه، خېر دى که غريب هم وي

د افغانستان کرکټ بورډ تخنيکي سلاکار او د کرکټ پخواني روزونکي تاج ملک عالم په فېسبوک باندې مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې ته د واده مشوره ورکړې ده.

تاج ملک عالم چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر فعال دى او وخت نا وخت د بېلا بېلو مسئلو په اړه خپل نظر شريکوي، تازه يې ګل پاڼې ته د هغې په عکسونو کمنټ کړى دى.

ګل پاڼې په فېسبوکپاڼه کې څو ساعته مخکې ځينې عکسونه خپاره کړي دي، چې دا عکسونه يې په واورو کې اخيستي دي. د هغې دا عکسونه په فېسبوک کې تر ٣٥ زرو زياتو کسانو خوښ کړي دي.

ګل پاڼه پوسټ

د ګل پاڼې دې عکسونو باندې له ٢٨٠٠ څخه زياتو کسانو تبصرې کړې دي، چې په دې برخه کې تاج ملک عالم هم ګل پاڼې ته د واده مشوره ورکړې ده.

تاج ملک عالم د ګل پاڼې عکسونو ته په تبصره کې ليکلي: ((دا څه کوې چې واورو کې ګرځې باډي ګارډ هم ځان سره ګرځوې، قرارې يو شريف سړي سره واده وکړه، خېر ده که غريب هم وي، ايسته خپل ژوند جوړ کړه، سبا به مړه وې بيا ارمان کوې.))

تاج ملک عالم

د تاج ملک عالم دا کمنټ هم ٨٠ کسانو خوښ کړى دى او ٤٦ کسانو پرې تبصرې کړې دي.

د يادولو وړ ده چې د ګل پاڼې دې عکسونو ته ځينو خلکو ډېرې جالبې تبصرې هم ليکلي دي او همدا راز ځينو خلکو يې د عکسونو ستاينه هم کړې ده.

ګل پاڼې له دې عکسونو سره ليکلي دي، چې واوره ډېره يخه ده، خو ښايسته ده.

د يادولو وړ ده چې ګل پاڼه په فېسبوک کې له ٧ ميليونو څخه زيات لايکونه لري، هغه چې په کوزه پښتونخوا کې ژوند کوي، د پښتو موسيقۍ يوه مشهوره سندرغاړې ده، چې سندرې يې ډېر زيات اورېدونکي لري.

دا هم ولولئ

راهول له اتیا شیټي سره د هغې د ورور د لومړي فلم (تړپ) په پریمیر کې ګډون وکړ

د هند کرکټ لوبډلې پیلیز توپ وهونکي لوکیش راهول له اتیا شیټي سره د هغې …