کورپاڼه / خبرونه / مشفيق الرحيم په لوبه کې د بد چلند له امله جريمه شو
مشفيق الرحيم او نسيم احمد

مشفيق الرحيم په لوبه کې د بد چلند له امله جريمه شو

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکى او توپوهونکى مشفيق الرحيم د لوبې پر مهال د يو بل لوبغاړي سره د بد چلند له امله د لوبې د فيس ٢٥ سلنه جريمه شو.

د بنګله دېش کرکټ بورډ له لوري ويل شوي دي، چې مشفيق الرحيم يې د بېنګ بندهو ټي ٢٠ جام پر مهال په لوبه کې د بد چلند له امله د لوبې د فيس ٢٥ سلنه جريمه کړى دى.

مشفيق الرحيم چې د بنګله دېش په کورنيو سياليو کې د بيکسمکو ډهاکه لوبډلې لوبډلمشر دى، د خپلې لوبډلې لوبغاړي نسيم احمد ته په توپ د ويشتلو اخطار ورکړى و.

هغه ويډيو چې په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده، پکې ليدل کېږي، چې توپوهونکى توپ وهي، چې توپ پورته کېږي، نسيم احمد هم په توپ پسې رامنډه وهي، تر څو کېچ ونيسي او مشفيق الرحيم هم په توپ پسې منډې وهي او نسيم احمد ته اشاره کوي، چې له توپ ليرې شو، خو دواړه توپ ته ورنږدې کېږي، مشفيق الرحيم که څه هم کېچ ونيسي، خو د کېچ نيولو سره سم نسيم احمد ته راتاوېږي او د وهلو اخطار ورکوي.


د دغه ويډيو او عکسونو له خپرېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې هم په مشفيق الرحيم سختې نيوکې وشوې.

په راپور کې راغلي دي، چې مشفيق الرحيم د لوبې پر مهال د بل لوبغاړي سره د بد چلند له امله د لوبې د فيس ٢٥ سلنه جريمه شوى دى او د دې تر څنګ يوه منفي نومره يې هم ترلاسه کړې ده.

مشفيق الرحيم تر دې مخکې هم ٣ منفي نومرې اخيستې وې، چې له دې سره يې منفي نومرې څلور شوې او ويل کېږي، چې ښايي د يوې لوبې بندېز هم پرې ولګېږي.

د يادولو وړ ده چې مشفيق الرحيم وروسته له نسيم احمد او د کرکټ مينه والو څخه بخښنه هم وغوښته. نوموړي له نسيم احمد سره يو ګډ عکس په انسټاګرام کې خپور کړى و او ليکلي يې و، چې د لوبې پر مهال بده پېښه ترسره شوه، چې هغه بيا د لوبې وروسته له نسيم احمد څخه بخښنه وغوښته او د انسټاګرام له لارې اوس د کرکټ له مينه والو څخه هم بخښنه غواړي او ژمنه کوي چې بيا به داسې پېښې نه تکرارېږي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Mushfiqur Rahim (@mushfiqurofficial)

دا هم ولولئ

آریانا تلویزون هم د شل اوریز نړیوال د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

له ملي سپورټ تلویزون وروسته د آریانا تلویزوني شبکې هم په رسمي بڼه د د …