د ابوظهبي ټي ١٠ يا لس اوريزه ليګ راتلونکو سياليو لپاره د ډيلي بولز لوبډلې د افغانستان تجربه کاره لوبغاړى او د نړيوالو شل اوريزو لوبو غوره الراونډر محمد نبي له ځان سره وساته.
محمد نبي چې په ٢٠١٩ کال کې هم د يادې لوبډلې لپاره لوبېدلى و، په ٢٠٢١ کال کې به يو ځل بيا د همدې لوبډلې په ګټه په ټي ١٠ ليګ کې ولوبېږي.
ډيلي بولز لوبډلې تر دې مهاله پورې د محمد نبي تر څنګ ايون مورګن د ايکن لوبغاړي په کټګورۍ کې اخيستى دى او همدا راز علي خان، دوشمانتا چميرا او شيرفان رودرفورډ يې هم له ځان سره ساتلي دي.
Too good to let go!
We have retained @MohammadNabi007, @IamAlikhan23 , #DushmanthaChameera and @sherfaneruther1 for this season of #AbuDhabiT10League! 👏👊#DilSeDilli #DelhiBulls #DelhiBullsT10 #Cricket #MohammadNabi #AliKhan #SherfaneRutherford #t10league @T10League pic.twitter.com/BWioErveL2— Delhi Bulls (@DelhiBullsT10) December 15, 2020
ډيلي بولز لوبډلې په ټويټر کې په يو ټويټ کې د محمد نبي د راتلونکي پړاو سياليو کې د ځان سره ساتلو په اړه ويلي دي، همدا راز محمد نبي په خپله هم د انسټاګرام په سټوري کې دا خبر شريک کړى دى.
محمد نبي په ٢٠١٩ کال ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې د ډيلي بولز لپاره ٤ لوبې ترسره کړې وې، چې په توپوهنه کې يې ٥٨ منډې ترلاسه کړې وې او په توپ اچونه کې يې ٣ لوبغاړي سوځولي و.
تر دې مهاله پورې چې په ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې کوم نور لوبغاړي اخيستل شوي يا لوبډلو له ځان سره ساتلي دي، په هغوى کې قېس احمد د بنګله ټايګرز لوبډلې او محمد شهزاد د دکن ګليډيټرز لوبډلې له ځان سره ساتلي دي.
د يادولو وړ ده چې د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ سيالۍ د راتلونکي ٢٠٢١ کال د جنورۍ مياشتې په ٢٨مه نېټه پيلېږي، چې د فبرورۍ مياشتې تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.