کورپاڼه / جالب / په امریکا کې یو کس د پرواز یا الوتنې لپاره د چمتو الوتکې وزر ته ختلی + ويډيو
الوتکه

په امریکا کې یو کس د پرواز یا الوتنې لپاره د چمتو الوتکې وزر ته ختلی + ويډيو

د امریکا د نیواډا ایالت په نړیوال هوایي ډګر کې له پرواز یا الوتنې څخه دمخه یو مسافر شخص د الوتکې وزر ته ختلی او پخپل موبایل یې له ځانه څخه سیلفي عکسونه اخیستي دي. دغه راز ویډیو یې هم شوې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د خبري اژانس پر وینا ویل کېږي، چې الوتکه د نیواډا د لاس ویګاس په ښار کې د الاسکا په هوایي کرښه پرواز یا الوتنې ته چمتو وه او غوښتنل یې چې الوتنه وکړي، چې یو کس یې وزر ته پورته شو او له ځانه یې سیلفي عکسونه اخیستل. راپور زیاتوي پیلوټ غوښتل چې الوتکې ته الوتنه ورکړي، خو ناڅاپه یې د الوتکې په وزر یو کس ولېد او سمدستي یې د کنټرول برخې ته خبر ورکړ. کله چې د هوایې ډګر امنیتي کسان هلته ور ورسېدل، ذکر شوي کس ووېرېدو او لاندې پر ځمکه راولوید.


ویل کېږي چې امنیتي کسانو نوموړی کس ونېو او له هغې وروسته الوتکه بیا د پرواز لپاره تیاره شوه او د الوتنې اجازه ورکړل شوه. یاده دې وي چې ددې پېښې په سبب د الوتکې په پرواز کې شپږ ساعته وروسته والي راغي.

بله خوا ویل کېږي، چې د نېول شوي کس په اړه معلومات نه دي ورکول شوي، خو پولیس وایي، چې له د دوی له څارنې وروسته به یې په اړه له رسنیو سره معلومات شریک شي، چې نوموړی کس څوک دي او د کومې موخې لپاره یې دغه کړنه ترسره کړې.

دغه راز وایي، چې ۱۳۶۷ الوتنه یا پرواز د نیواډا د ایالت د لاس ویګاس له ښار څخه د اوریګن ایالت پورټ لینډ ته کېده. په ټولنیزو رسنیو کې د خپرې شوې ویډیو له مخې لېدل کېږي، چې یو کس د الوتکې وزر ته خېژي، خپل بوټان وباسي او د الوتکې په وزر باندې حرکت کوي، چې په دغه وخت کې پولیس راځي او نوموړی کس نیسي.

Loading...

دا هم ولولئ

یو امریکایي پیلوټ ادعا کړې چې د الوتنې د فضایي مخلوق بېړۍ لېدلې

د امریکا د متحده ایالاتو یو پیلوټ ادعا کړې، چې د الوتکې د الوتنې پرمهال …