کورپاڼه / روغتيا / هره ورځ څومره قدم وهنه اړینه وي؟

هره ورځ څومره قدم وهنه اړینه وي؟

ویل کېږي چې په مناسبه توګه خواړه او هره ورځ قدم وهل د یو ښه ژوند لپاره بېخي اړین وي. روغتیایي کارپوهان وایي، که چېرته په ورځني ژوند کې لږ غوندې بدلون راولو، نو د ښه ژوند خاوندان کېدلی شو او ددې لپاره باید خپلو خوړو او په ورځني ډول قدم وهلو ته پاملرنه وکړو

د امریکا د روغتیا وزارت د راپور له مخې ویل کېږي، که چېرته د ورځې ۳۰ دقیقې قدم ووهو، نو د وزن له ډېرېدو څخه ژغورل کېدلی شو.

  • قدم وهل نه یوازې د زړه د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي، بلکې د شکر د ناروغۍ خطر هم کموي.
  • قدم وهل د انسان طبیعت جوړوي او د هډوکو او عضلو په ځواکمنولو کې مرستندویه تمامېږي.

د قدم وهلو وخت څنګه ډېر کړو؟

په لاندې څو لارښوونو عمل وکړئ او په ورځني ډول پخپله قدم وهنه کې ډېروالی راولئ.

  • ددې لپاره چې په ورځني ډول خپله قدم وهنه ډېره کړو، باید موبایل ته الارم ولګوو، ترڅو یو څه ډېره یعنې ۵۰۰ قدمه ډېر لاړ شو.

  • د ډېرې قدم وهنې لپاره یا د ورځې په پیل کې وخت ورکړئ او یاهم د کار له ختمولو وروسته.

  • هڅه وکړئ چې د سهار پرمهال قدم ووهئ.

  • دغه راز ویل کېږي چې له ډوډۍ وروسته هم قدم وهلی شئ او په ورځ کې لس زره قدمه خپله موخه وګرځوئ.

  • خپله قدم وهنه له ځان سره ریکارډ کړئ، چې په دې سره به تاسې خپل ټاکل شوي هدف ته ورسېږئ.

  • که چېرته په ټوله ورځ کې شل شل دقیقې قدم ووهئ، نو د ورځې لس زره قدمه وهلی شئ.

  • تېزه قدم وهنه وکړئ او دومره هم نه چې بیا یې په یوه مصروفه ورځ ونه شئ کړلی، دغه راز په کوټه کې هم قدم وهنه کولی شئ

  • له هرو دیرشو دقیقو وروسته د دریو دقیقو لپاره سیده ودرېږئ.

دغه راز ددې خبرې یادونه هم اړینه ده، چې قدم وهنه د بدني او رواني روغتیا لپاره یو له غوره فعالیتونو څخه دي، چې دماغ مو آرامه ساتي او د ملا او زنګون د دردونو خطر هم کموي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …