کورپاڼه / بېلا بېل / هغه دهقان چې په پټي کې پېدا کړي الماس ميليونر کړ
الماس

هغه دهقان چې په پټي کې پېدا کړي الماس ميليونر کړ

په هند کې يو دهقان په پټي کې يو الماس پېدا کړى و، چې اوس يې ميليونر کړ، دهقان د دومره ډېرو پېسو په ترلاسه کولو ډېر خوشحاله دى او غواړي چې اولادونه يې لوړې زده کړې ترلاسه کړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، په هند کې د لکن يادو په نوم يو بزګر يا دهقان د ١٤.٩٨ قيراطه الماس موندلى و، چې په ٦ ميليونه او ٦٠ زره هندي کلدارو په ليلامۍ کې وپلورل شو.

مسوولين وايي، چې دوى په ليلامۍ کې ٢٠٣ الماسونه ليلامۍ ته وړاندې کړي و، چې په دې کې ٧٤ خلکو واخيستل او ١٣١ پاتې شو.

لکن يادو د مدهيا پرديش اوسېدونکى دى او هلته په يو کلي کې بزګري کوي، چې لږه شان ځمکه لري او په دغه ځمکه يې خپل ژوند روان کړى و.

په ليلامۍ کې په دومره ډېرو پېسو د الماس پلورل کېدو لکن يادو ډېر خوشحاله کړى دى او وايي، چې دا ورته د خداى له لوري يوه ډالۍ ده.

نوموړى دې پېسو ته ډېر خوشحاله دى او هيله يې څرګنده کړې ده، چې په دې پېسو به تر هر څه د مخه خپلو اولادونو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.

د ليلامۍ مسوولين وايي، چې په ليلامۍ کې ٧٤ الماسونه په ١٦.٥ ميليونه هندي روپيو پلورل شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

آیا پوهېدئ چې اوښ د مار په خوړلو سره د سختې تندې احساس کوي؛ خو بیاهم اوبه نه څښي؟

د مار غوښه د اوښ لپاره ترټولو خوندوره او غوره غذا ده او په ډېر …