کورپاڼه / بېلا بېل / امريکا کې د ښامار د غوښې او هګيو د خوړلو اجازه ورکول کېږي؟
ښامار

امريکا کې د ښامار د غوښې او هګيو د خوړلو اجازه ورکول کېږي؟

د امريکا د فلوريډا ايالت ځايي حکومت په دې اړه فکر کوي، چې خلکو ته د ښامار او مار د غوښې او هګيو د خوړلو اجازه ورکړي.

د (ياهو نيوز) د يو راپور په وېنا، د فلوريډا اوسېدونکې ښځه ډونا کيلل له تېرو ٣ کلونو راهيسې د ښامارانو او مارانو غوښې خوړلې دي او همدا راز د دوى هګۍ يې هم په شوق خوړلي.

دا ښځه چې د فلوريډا په سويلي برخه کې ژوند کوي، وايي، چې د ځانګړي نسل (برمي پايتن) ښاماران په دې سيمه کې ډېر زيات دي او شمېر يې په چټکۍ سره مخ په زياتېدو روان دى.

په راپور کې ويل شوي، دا ښځه وايي، چې درې کاله مخکې يې په لومړي ځل د يو ښامار غوښه وخوړه، هغه وايي د دغه ښامار د غوښې څخه يې سيخان پاخه کړي و چې ډېر خوندور و او له هغه وروسته يې دا چاره پيل کړې ده، هر ځاى چې ښامار وويني، نو نيسي يې او بيا يې ځانته پخوي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د فلوريډا ځايي حکومت يو شمېر ادارو په دې برخه کې کار پيل کړى دى، تر څو خلک د ښامارانو غوښه د خواړو په توګه وکاروي.

د ځنګلي ځناورو او کبانو د ساتنې په اړه جوړ شوي کمېسيون وياند کارلي سيګلسن له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې دې ښامارانو ته په فلوريډا کې (انويزو) وايي، يعنې دا د هر چا په کورونو کې موجود وي.

نوموړي ويلي دي، چې د ښامارانو غوښه د ځايي خوراکونو لپاره يو خطر حتمي دى، خو دا د انسانانو په روغتيا بد تاثير نه کوي او که څوک وغواړي نو کولاى شي چې وې خوري.

خو بل لوري ته روغتياپالان وايي، چې د پايتن زهر د انسانانو لپاره ډېر خطرناک ثابتېداى شي، نو انسانان دې د دې ښامار د غوښې له خوراک څخه ډډه وکړي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په فلوريډيا کې د ښامارانو په غوښه څېړنې روانې دي او په دې برخه کې د ښامارانو د غوښې څېړنه په لابراتوار کې هم شوې ده، تر څو معلومه کړي چې د انسانانو په بدن کوم اغېز لري.

په راپور کې دا هم ويل شوي دي، چې حکومت هم په دې اړه فکر پيل کړى دى چې خلکو ته اجازه ورکړي چې د ښامارانو غوښه او هګۍ وخوري، خو لا رسمي پرېکړه نه ده شوې او د څېړنيز راپور څخه وروسته ښايي دا پرېکړه هم وشي.

ډونا وايي، کله چې کوم ښامار ونيسي، نو لومړى يې پوستکى ليرې کړي، بيا يې د ١٠ څخه تر ١٥ دقيقو پورې په دېګبخار کې پخوي، له هغه وروسته پکې ادرک، پياز او نور شيان شاملوي او بيا يې خوري.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …