کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ايپل د ٢٠٢١ کال په شپږو مياشتو کې ٩٠.٦ ميليونه موبايلونه جوړوي
ايفون موبايلونه

ايپل د ٢٠٢١ کال په شپږو مياشتو کې ٩٠.٦ ميليونه موبايلونه جوړوي

د ايپل شرکت د ٢٠٢١ کال په لومړيو شپږ مياشتو کې غواړي چې ٩٠.٦ ميليونه ځيرک موبايلونه جوړ کړي، چې لامل يې د 5G موبايلونو د ٣٠ سلنه زياتوالي تقاضا ده.

د جاپان يوې ورځپاڼې په يو راپور کې ليکلي دي، چې ايپل هغه شرکتونو ته، چې د دوى لپاره ځيرک موبايلونه جوړوي، ويلي دي چې په لومړيو شپږ مياشتو کې دې ورته ٩.٦ ميليونه موبايلونه جوړ کړي، چې په دې کې به ايفون ١٢، ايفون ١١ او ايس اي ماډلونه هم شامل وي، خو ويل کېږي چې د ځينو شيانو د کمښت له امله ښايي دومره موبايلونه جوړ نه کړاى شي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د ايپل شرکت غواړي چې په ٢٠٢١ کال کې ټول ٢٣٠ ميليونه ځيرک موبايلونه جوړ کړي، چې د ٢٠١٩ کال په پرتله به ٢٠ سلنه زيات وي، خو شرکت وايي، چې د مشتريانو د تقاضا سره سم په دې کې ادلون بدلون راتللى شي.

د ايپل شرکت د اکتوبر په مياشت کې ويلي و، چې د دوى په موبايلونو کې د 5G ټيکنالوژۍ په ناوخته کېدو ډېرى خلکو يې د موبايلونو اخيستو څخه ډډه کړې ده.

په راپور کې دا هم ويل شوي دي، چې د ټېکنالوژۍ پوهان هيله لري، چې د ٢٠٢١ کال په لومړيو درې مياشتو کې به د ايفون خرڅلاو ٥.٨ سلنه زيات شي، چې ٥٩.١٩ ميلياردو ډالرو ته به ورسېږي.

د راپور په وېنا، د ايپل شرکت اوسمهال د ايپل په يو نوي ټلويزيون باندې کار کوي او د دې تر څنګ د مېک بوک او اى مېک پرو د ٢٠٢١ کال لپاره هم پلان جوړوي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …