د هسپانیې ساینسپوهانو د ورېښمو او ژوندیو حجرو په کارولو سره یوه داسې د سترګو پرده تیاره کړې، چې سترګو ته په پوره ډول دید ور کولی شي.
دغه د سترګو ورېښمني پرده په ځانګړي ډول د هغه کسانو لپاره ګټوره تمامېږي، چې د ډېر عمر لرونکي وي یاهم د هغه کسانو لپاره اغېزمنه ګڼل کېږي، چې د زړښت په سبب یې د سترګو پردې خرابې شوي او په پوره توګه یې د ړندېدو سبب ګرځېدلې وي.
ویل کېږي، چې د عمر په ډېرېدو سره سره د سترګو پردې خرابېږي، چې دغه ډول حالت یې Age related macular degeneration یاهم (A.M.D) ویل کېږي، چې د رغولو لپاره یې تر اوسه کومه لاره شتون نه لري، خو ځینې داسې درمل موجود دي، چې A.M.D د ډېرېدو مخنیوی کوي.
د ذکر شوو ستونزو په نظر کې د نېولو له مخې د هسپانیې د بېلابېلو څېړنېزو ادارو ساینسپوهانو یوه لویه ډله برابره او د سترګو لپاره یې یوه داسې مصنوعي پرده جوړه کړه، چې په ډېرې آسانۍ سره د انسان په سترګه کې پیوند کېږي.
ویل کېږي چې په مصنوعي پرده کې یې د سترګو له پردو څخه اخیستل شوې حجرې لګولي او په ورېښمو کې موندونکي پروټین (fibroin) په منځ کې یې ساتلي او د ساتلو لپاره یې له جیلو څخه ګټه اخیستل شوې.
یاده دې وي چې د سترګو په پرده کې څو ډوله حجرې شتون لري، چې د روښنایۍ او رنګونو د حس کولو سربېره نورې مرستندویه حجرې هم پکې شاملې دي. دغه راز ذکر شوې مصنوعي پرده نه یوازې پخپله کار کوي، بلکې د سترګو په ټاکل شوې برخه کې پیوندېږي، چې د نظر په سمولو او رغولو کې مرستندویه تمامېږي.
تر اوسه پورې دغه ژوندۍ او ورېښمني د سترګو پرده په تجربوي توګه په ځینو شیانو ازمایل شوې، چې په راتلوونکې مرحله کې به په حیواناتو هم و ازمایل شي، چې له بریالیتوب وروسته به یې په انسانانو تجربه شي.
که غواړې په دې اړه پوره معلومات ترلاسه کړئ، نو د The Journal of Neural Engineering په څېړنیز ژورنال کې یې لوستلی شئ.