د ګاځرو په اړه لومړی دا پوښتنه راپورته کېږي چې ګاځره د مېوو له ډلې څخه ده، که د ترکارۍ له کورنۍ څخه؟ ویل کېږي کله چې مارکیټ ته ځو، نو ګورو چې ګاځرې د ترکاریو په کتار کې ایښودل شوي، خو بیا بله خوا د ګاځرو خوږلت او بې شمېره ګټې یې دا بیانوي، چې ګاځره هم مېوه ده او هم د ترکارۍ له کورنۍ څخه یوه ترکاري. ویل کېږي چې د ګاځرو په جوړښت کې ویټامین ای، ویټامین بي، ویټامین سي، ویټامین ډي، ویټامین کی، پروټین، پوتاشیم، کلسیم، اوسپنه، کاپر او نور توکي موندل کېږي.
ګاځره د یوې نوې څېړنې له مخې:
- ویل کېږي چې په یوه دانه پخه شوې کاځره کې ۷۰ کالوري او ۴ ګرامه فایبر شتون لري.
-
یوه یوه دانه ګاځره تر دریو اوونیو پورې ۱۱ سلنه کلیسټرول کموي.
-
په یوه ګاځره کې په دومره اندازه ویټامین ای شتون لري، چې د ټولې ورځې اړتیا پوره کوي.
-
د ګاځرو په جوړښت کې موجود بیټا کیروټین د شکر سطحه برابره ساتي.
-
د ګاځرو منظم استعمال د سرطان مخنیوی کوي.
-
د ګاځرو استعمال د ړندېدو یا سب کورۍ Night blindness څخه مخنیوی کوي.
-
پخې شوې ګاځرې د خامو پر نسبت ډېرې ګټورې وي.
-
ایشول شوې ګاځرې د سره کړو ګاځرو پر نسبت ډېره ګټه لري.
دغه راز ګاځرې د لاندو ستونزو په حل کې مرسته کوي:
دفاعي سیستم ځواکمنوي:
ویل کېږي چې په ګاځرو کې په زیاته اندازه ویټامین ډي او ویټامین ای شتون لري، چې د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي، د وینې سپین کرویات ډېروي او د حجرو میکروبونه وژني.
د معدې د ناروغیو درملنه:
د ګاځرو په خوړلو سره په معده کې نمي پیدا کېږي، چې د هضم په سیستم کې ښه والی راولي او د قبض مخنیوی کوي.
د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي:
ویل کېږي چې کلیسټرول د زړه لپاره خطرناک وي. د یو څېړنې له مخې ویل کېږي چې ګاځرې د زړه له ناروغیو څخه مخنیوی کوي.
د پوستکي ساتنه کوي:
د ګاځرو په جوړښت کې موجود انټي اکساید او ویټامین ای پوستکی د لمر له وړانګو څخه ساتي او پوستکی له ګونځي کېدو ژغوري.
د غاښونو اغېزمنه درملنه کوي:
ویل کېږي چې ګاځره یو له رېښه لرونکو ترکاریو څخه ګڼل کېږي، چې خوړل یې د لیاړو د جوړېدو سبب کېږي او غاښونو له چینجن کېدو څخه ساتي. دغه راز د ستوني د سرطان مخنیوی هم کوي.
د سترګو دید ډېروي:
ویل کېږي چې په ګاځرو کې موجود بیټا کیروټین چې د ویټامین لومړنی حالت ګڼل کېږي، د ځیګر په مرسته په ویټامین ای بدلېږي، چې د سترګو عضلې ځواکمنوي او د سترګو د ناروغیو مخنیوی کوي.
د سرطان مخنیوي:
ویل کېږي چې ګاځرې پخپلو خوراکي توکو کې شاملول ګټور وي، چې د لویو کولمو، سږو او د سینې له سرطان څخه مخنیوی کوي.
وزن کموي:
ویل کې چې د ګاځرو په جوړښت کې فایبر په ډېره او کالوري په لږه اندازه شتون لري، چې د وزن له ډېرېدو مخنیوي.