کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل په (کروم) کې نوى بدلون راولي
ګوګل کروم

ګوګل په (کروم) کې نوى بدلون راولي

د انټرنېټ د نړۍ تر ټولو ستر شرکت ګوګل پرېکړه کړې ده چې د کروم کاروونکو لپاره يو نوى بدلون په کروم کې راولي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، ګوګل د کروم په ډيسکټاپ بڼه کې د سرچ يا پلټنې برخه کې غواړي چې ډارک موډ يا هم توره برخه راولي، چې اوس يې د دې ازمايښت پيل کړى دى، چې څنګه دا تجربه کاميابه شي، له هغه وروسته به خلکو ته هم وړاندې شي.

تراوسه پورې د ګوګل براوزر يا کروم يوازې په سپين رنګ کې دى، چې په راتلونکي کې به يې په رنګ کې ځينې تغيرونه راشي او همدا راز د کروم لوګو به هم د سور، زيړ او شين رنګ څخه سپين ته واوړي.

ګوګل کروم ډارک موډ

په راپور کې ويل شوي دي، چې په ډيسکټاپ دا ځانګړنه اوس يوازې ځينو محدودو خلکو ته وړاندې شوې ده، کوم خلک چې غواړي د کروم ډارک موډ فيچر وکاروي، هغوى کولاى شي په خپله خوښه د براوزر رنګ بدل کړي.

د يادولو وړ ده چې د سترګو د رڼا د خونديتوب، د دې د ساتنې او همدا راز د موبايل او لېپټاپ\کمپيوټر د بيټري يا چارج وخت ساتلو په موخه دا ډارک موډ يا تور رنګ اضافه کېږي.

يوټيوب ډارک موډ

د يادولو وړ ده چې د فېسبوک تر چتر لاندې ځينو اپليکېشنونو کې هم توره بڼه خلکو ته وړاندې شوې ده او همدا راز ګوګل بيا د يوټيوب ډارک موډ هم خلکو ته وړاندې کړى دى، چې د خلکو له لوري ډېر خوښ شوي دي.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …