کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان لوبډله د ټېسټ لوبډلو درجه بندۍ نه بهر شوه
افغانستان ټېسټ لوبډله

د افغانستان لوبډله د ټېسټ لوبډلو درجه بندۍ نه بهر شوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د لوبډلو په ټېسټ درجه بندۍ کې نشته دى، يا هم په دې وروستيو ورځو کې ترې بهر شوه.

افغانستان د ٢٠٢٠ کال د مۍ په مياشت کې د اى سي سي ټېسټ درجه بندۍ کې نهم مقام غوره کړى و، چې وروسته يې نهم مقام له لاسه ورکړ او لسم مقام ته لاړه.


اوس چې اى سي سي د ټېسټ لوبډلو تازه درجه بندي اعلان کړې ده، په دې کې د افغانستان لوبډله نشته، بلکې له درجه بندۍ څخه بېخي بهر شوې ده.

د کرکټ نړيوالې شورا د ټېسټ په تازه درجه بندۍ کې اسټراليا لومړى او نيوزيلېنډ په دويم مقام کې ده. همدا راز هند دريم، انګلستان څلورم او سريلانکا بيا پنځم مقام لري.

د ټېسټ لوبډلو درجه بندي

د سويلي افريقا لوبډله په شپږم، د پاکستان په اووم، د ويسټ انډيز په اتم، د بنګله دېش په نهم او همدا راز د زمبابوې لوبډله بيا په لسم مقام کې قرار لري.

افغانستان تراوسه پورې ٤ ټېسټ لوبې کړې دي، چې له ايرلېنډ او بنګله دېش لوبډلو څخه يې ټېسټ لوبې ګټلې دي او همدا راز د هند او ويسټ انډيز لوبډلو څخه يې په ټېسټ لوبو کې ماتې خوړلې.

افغانستان لوبډله درجه بندي

افغان لوبډله د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په درجه بندۍ کې ١٠م او د نړيوالو شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې نهم مقام لري، افغان لوبډله په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې هم ډېره شاته راغلې ده، مخکې ٧م مقام ته رسېدلې وه.

افغانستان سږکال له اسټراليا لوبډلې سره يوه ټېسټ لوبه درلوده، چې اسټراليا ياد لوبه وځنډوله او په اړه يې تراوسه معلومات نشته، چې دغه يوازينۍ ټېسټ لوبه به کله ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې د فرهان يوسفزي د کرکټ بورډ د عمومي رييس په توګه له راتګ وروسته د افغان لوبډلې نړيوالې لوبې نه ليدل کېږي او شاوخوا ٨ مياشتو راهيسې ډېرى لوبغاړي په کورونو کې ناست دي او د ګوتو په شمېر څو لوبغاړي بيا په تجارتي ليګونو کې لوبېږي.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د نولس کلنو راتلونکې اسیا او نړیوال جامونو لپاره لوبډله اعلان کړه

کرکټ بورډ د راتلونکو اسیا او نړیوال جامونو لپاره له نولس کلنو د کم عمره …