کورپاڼه / جالب / ٢٤ کلنې نجلۍ له بېګ Briefcase سره واده وکړ
نجلۍ له بېګ سره واده وکړ

٢٤ کلنې نجلۍ له بېګ Briefcase سره واده وکړ

د روسيې اوسېدونکې يوې نجلۍ له بېګ يا Briefcase سره واده کړى دى او وايي، چې له دې بېګ سره يې د ټول ژوند تېرولو پرېکړه کړې ده.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د روسيې اوسېدونکې دا نجلۍ رين نومېږي او ٢٤ کاله عمر لري. دې نجلۍ چې له کوم بېګ سره واده کړى دى، هغې ته يې د (ګايډن) نوم هم ورکړى دى او وايي، چې له دې بېګ سره دومره زياته مينه لري، چې خپل ټول ژوند يې د دې بېګ سره د تېرولو پرېکړه کړې ده.

نجلۍ او بېګ ٤

رين وايي، څو کاله وړاندې يو مارکيټ ته تللې وه او غوښتل يې ځينې شيان واخلي، خو کله چې يې په (ګايډن)، يعنې په دغه بېګ باندې سترګې ولګېدې، نو له اخيستو يې ځان ونه ساتلى شو.

نجلۍ او بېګ ٥

نوموړې وايي، د وخت تېرېدو سره زما له دې بېګ سره مينه پېدا شوه.

نجلۍ او بېګ ٣

رين په يو ښوونځي کې ښوونکې ده او وايي چې زما له نارينه و سره هم اړيکې پاتې شوې دي، خو د بې روحه شيانو سره مې مينه له حده زياته ده، همدا لامل دى چې ما له دې بېګ سره واده وکړ.

نجلۍ او بېګ ٢

نوموړې وايي، چې زه له ګايډن (بېګ) کې سره له حده زياته مينه لرم، خو خلک زما جذبات او احساسات نه شي درک کولى.

نجلۍ او بېګ ١

د رين او د ګايډن (بېګ) په واده کې د هغې نږدې ملګرو او د کورنۍ غړو ګډون کړى و، چې د دوى پر وړاندې نوموړې له دغه بېګ سره واده وکړ او پرېکړه يې وکړه، چې خپل ټول ژوند به ورسره تېر کړي.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …