کورپاڼه / بېلا بېل / د موټر په دواړه اړخونو کې د موجودو ښېښو راز په څه کې دی؟
د موټر شيشه

د موټر په دواړه اړخونو کې د موجودو ښېښو راز په څه کې دی؟

که څه هم تاسې به موټر چلوونکي یاهم د موټر خاوندان نه وئ، خو د موټر دواړو خواوو ته ښېښې به مو ضرور لېدلي وي. آیا کله مو فکر شوی، چې د موټروان بل اړخ ته په موجوده ښېښه کې په موټر پسې موجود شیان یا نورې موټرې ډېرې نږدې ښودل کېږي، چې په ډېرو ښېښو یې لیکل شوي هم وي، چې ښېښه شیان یو څه ډېر نږدې ښایي. خو دلته پوښتنه داده چې ذکر شوې ښېښې ولې دا ډول ډیزاین کېږي؟ آیا تاسې یې په اړه پوهېږئ؟

په دې هم باید پوه شو، چې د موټروان اړخ ته په ښېښه باندې دا ډول څه نه وي لیکل شوي، خو بل اړخ ته په موجوده ښېښه یې ضرور لیکل شوي وي.

ویل کېږي چې د موټر په دواړو اړخونو کې له بېلابېلو ښېښو څخه کار اخیستل کېږي، چې د موټروان اړخ ته یې د Flat په نوم هینداره شتون لري او په تشنابونو کې هم کارول کېږي. دغه راز د موټروان بل اړخ ته یې د محدبو یاهم د محرکو هیندارو څخه ګټه اخیستل کېږي.

په Flat هیندارو کې د شیانو د روښنایۍ څپې په دوامداره توګه منعکس کېږي او په محدبو یا محرکو هیندارو کې بیا دغه څپې په مختلفو ډولونو کار کوي.

ویل کېږي چې زیاتره وخت د موټروان بل اړخ ته ښېښه کې وروستي موټرې او شیان څارل کېږي او لېرې شیان په عادي ډول واړه معلومېږي. لکه څنګه چې واړه شیان موټروان ته لېرې څرګندېږي، نو ویلی شو چې د لین د بدلولو یا د موټر په تاوېدلو کې یې مرسته کوي. خو که چېرته شیان یا موټرې نږدې وښایي نو موټروان سره په ډېره پاملرنه کې مرستندویه تمامېږي.

بله خوا د موټروان اړخ ته ښېښه موټروان شیانو ښکاره کوي. کله چې موټروان له دې دواړو ښېښو څخه عکسونه پخپل ذهن کې کېنوي، نو د موټر په چلولو او ساتنه کې یې مرستندویه ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …