کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / يو بيټکوين له ٢٠ زره ډالرو پورته شو
بيټکوين

يو بيټکوين له ٢٠ زره ډالرو پورته شو

د بيټکوين Bitcoin لرونکو لپاره ستر زېرى دا دى، چې د کريپټو کرنسي دا مشهورې سيکې له ٢٠ زره امريکايي ډالرو څخه پورته شوې. دا لومړى ځل دى چې يو بيټکوين دومره لوړې بيې ته رسېږي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور په وېنا، تېره ورځ بيټکوين ٤.٥ سلنه پورته شو، چې له دې سره تازه د ١ بيټکوين يا د کريپټو کرنسي د دې سيکې بيه ٢٠٤٤٠ امريکايي ډالر شوه.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په روان کال کې بيټکوين ١٧٠ سلنه پورته تللى دى، ورځ تر بلې په بيټکوين کې د خلکو علاقه زياتېږي او همدا لامل دى چې د بيټکوين بيه هم پورته کېږي.

که څه هم بيټکوين په ځينو هېوادونو کې په رسمي ډول کارول کېداى هم شي، خو لا هم په ټوله نړۍ کې دا سيکې د کاغذي پېسو په څېر نه دي منل شوي، خو کاروونکي يې هيله لري، چې د کاغذي پېسو ځاى به کريپټو کرنسي نيسي.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې په ٢٠١٧ کال کې د بيټکوين بيه ډېره پورته تللې وه، چې د دغه کال په وروستيو کې ١ بيټکوين ان ١٩٧٨٣ امريکايي ډالرو ته رسېدلى و، خو بيا دا سيکې بېرته راښکته شوې.

اوس تازه بيټکوين د ٢٠ زره امريکايي ډالرو څخه پورته شوى دى او دا د بيټکوين په تاريخ کې تر ټولو پورته تللي دي.

د يادولو وړ ده چې کريپټو کرنسي کې په سلګونو ډول پېسې يا سيکې شته، خو بيټکوين يې بيا لومړنى دى او همدا راز تر ټولو مشهور او تر ټولو ګران هم دى.

Loading...

دا هم ولولئ

موبايل

ګوګل د انډرويډ کاروونکو ستر ارمان پوره کړ

ګوګل د انډرويډ کاروونکو لپاره يوه نوې اسانتيا رامنځته کړې ده، چې له دې وروسته …