کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ميلبورن رينيګاډز: انتظار ختم شو، ولسمشر راورسېد
محمد نبي

ميلبورن رينيګاډز: انتظار ختم شو، ولسمشر راورسېد

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي چې په بيګ باش سياليو کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لپاره لوبېږي، د خپلې لوبډلې سره يو ځاى شوى دى.

محمد نبي چې په نومبر مياشت کې له کابل څخه اسټراليا ته تللى و، هلته کرنټين و، چې د کرنټين پاى ته رسېدو وروسته نن په هوبارټ کې د خپلې لوبډلې سره يو ځاى شو.

محمد نبي پرون د انسټاګرام په سټوري کې يو عکس هم خپور کړى، چې نور احمد لکڼوال هم پکې ليدل کېده، نوموړي ليکلي و، چې هوبارټ ته روان دي.

اوس تازه د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې د محمد نبي يوه ويډيو خپره کړې ده او ليکلي يې دي، چې انتظار ختم شو، ولسمشر راورسېد.

دا ويډيو چې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې په انسټاګرام کې خپره شوې ده، لومړى پکې د محمد نبي ځينې عکسونه ليدل کېږي، چې ورته ليکل شوي دي (ډېر ژر) همدا راز وروسته پکې د محمد نبي د تمريناتو پر مهال هم ليدل کېږي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Melbourne Renegades (@renegadesbbl)


د ميلبورن رينيګاډز لوبډله چې محمد نبي او نور احمد لکڼوال ورسره لوبېږي، تراوسه پورې يې دوه لوبې ترسره کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې بريا خپله کړې ده.

خو په دې دواړو لوبو کې محمد نبي او نور احمد لکڼوال نه و، ځکه دواړه په يو بل ښار کې کرنټين و.

د ميلبورن رينيګاډز راتلونکې لوبه د دسمبر په ١٩مه نېټه د هوبارټ هوريکنز لوبډلې سره ده، چې د افغانستان په وخت به ٤:٤٠ بجې پيل شي.

محمد نبي په تېرو کلونو کې هم د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لپاره لوبېده، خو نور احمد لکڼوال په لومړي ځل د بيګ باش سياليو کې برخه اخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

مجيب الرحمان

مجيب الرحمان هم د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې واخيست

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان په دويم راونډ کې …