کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه ځيرک موبايلونه چې د ٢٠٢١ کال څخه به پکې وټساپ کار نه کوي
وټساپ

هغه ځيرک موبايلونه چې د ٢٠٢١ کال څخه به پکې وټساپ کار نه کوي

د ٢٠٢٠ کال پاى ته رسېدو سره سم د فېسبوک تر چتر لاندې د پېغام رسولو مشهور اپليکېشن وټساپ به په ميليونونو انډرويډ او ايفون موبايلونو کې کار پرېږدي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د انډرويډ او ايفون په يو شمېر ځيرکو موبايلونو کې وټساپ خپل سرويس ختموي، ځکه د دوى د اپريټنګ سيسټم به د وټساپ نوى ورژن ونه شي کارولى.

د entrepreneur وېبپاڼې د راپور په وېنا، د اى او ايس ٩ څخه مخکني ورژن چې په کوم ايفون موبايلونو کې دي، په ٢٠٢١ کال کې به د هغوى په موبايلونو کې وټساپ کار نه کوي.

يعنې په ايفون ٤ او له هغه څخه چې مخکې کوم ځيرک موبايلونه راغلي و، په هغې کې به وټساپ کار نه کوي.

همدا راز د ايفون ٤ ايس، ٥، ٥ ايس، ٥ سي، ٦ او ٦ ايس موبايلونو اپريټينګ سيسټم به د ايس ٩ يا له هغه وروسته راغلو ورژنو ته اپډېټ کول وي.

تر څو پورې چې د انډرويډ موبايلونو خبره ده، نو د انډرويډ د ٤.٠.٣ څخه مخکې چې کوم موبايلونه دي، په هغې کې به نور وټساپ کار نه کوي.

د انډرويډ ٤.٠ يا ايس کريم سينډويچ په لومړي ځل په ٢٠١١ کال کې راغلى و، يعنې که ستاسې موبايل ٨ يا ١٠ کاله پخوانى وي، نو بيا تاسې د وټساپ د بندېدو سره مخ کېداى شئ.

تراوسه پورې دا نه ده معلومه چې د ايپل او ګوګل دا پخوانى اپريټنګ سيسټم په څومره ځيرکو موبايلونو کې کارول کېږي، خو ښايي تر ميليونو پورې وي.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې د ٢٠١٩ کال د دسمبر په ٣١مه نېټه، وټساپ د هغه موبايلونو لپاره خپل سرويس ختم کړى و، چې د ونډوز اپريټنګ سيسټم يې درلود.

همدا راز د ٢٠٢٠ کال د فبرورۍ په مياشت کې وټساپ د انډرويډ ٢.٣.٧ يا تر دې مخکې اپريټينګ سيسټم لرونکو موبايلونو لپاره هم خپل سرويس ختم کړى و.

له دې پرته وټساپ د بلېک بېري اپريټينګ سيسټم، بلېک بېري ١٠، نوکيا ايس ٤٠، نوکيا سامبا ايس ٦٠، انډرويډ ٢.١، انډرويډ ٢.٢، ونډوز فون ٧، ايفون تهري جي\اى او ايس ٦ لپاره هم خپل سرويس ختم کړى و.

دا هم ولولئ

آیا له ځمکې ۱۶۵ نوري کاله لېرې موجود فضایي مخلوق د ځمکې پر لور راروان دي؟

د فضایي مخلوق یا ایلین په اړه به مو ډېرې کیسې او فلمونه لېدلي وي، …