کورپاڼه / خبرونه / جافنا سټالينز د لنکا پريمئير ليګ اتلولي خپله کړه
جافنا سټالينز

جافنا سټالينز د لنکا پريمئير ليګ اتلولي خپله کړه

د لنکا پريمئير ليګ په پايلوبه کې جافنا سټالينز د ګال ګليډيټرز لوبډلې ته په ستر توپير ماتې ورکړه او د دې ليګ د لومړي پړاو اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د لنکا پريمئير ليګ پايلوبه د جافنا سټالنيز او ګال ګليډيټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې جافنا سټالينز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

جافنا سټالينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې شعېب ملک ٤٦، تيسارا پريرا ٣٩ ناسوځېدلې، دننجايا ډي سلوا ٣٣، اويشکا فرنانډو ٢٧ او جانسن چارلس ٢٦ منډې وکړې.

د ګال ګليډيټرز له لوري دننجايا لکشن ٣، محمد عامر، ساهان او لکشن سنداکان ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٨٩ منډو هدف په تعقيب کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې لومړي ٣ لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل او توپوهنه يې کمزورې شوه، چې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٥ منډې وکړې او د ٥٣ منډو په توپير جافنا سټالينز اتلولي خپله کړه.

د ګال ګليډيټرز له لوري بهانوکا راجا پکسا ٤٠ او اعظم خان ٣٦ منډې وکړې، همدا راز حضرت الله ځاځى په صفر وسوځېده.

د جافنا سټالينز له لوري شعېب ملک او عثمان شينواري ٢-٢، دننجايا ډي سلوا، سورانګا لکمل، ونيندو هسارنګا او دياني اوليوير ١-١ ويکټ واخيستې.

د سريلانکا تجارتي ليګ يا لنکا پريمئير ليګ دا لومړى پړاو و، چې جافنا سټالينز پکې تر نورو ښه وځلېده او د لومړي ليګ اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه شعېب ملک ته ورکړل شوه، چې نوموړي په توپوهنه کې ٤٦ منډې او په توپ اچونه کې ٢ لوبغاړي وسوځول او د لنکا پريمئير ليګ د غوره لوبغاړي جايزه بيا ونيندو هسارنګا ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې په لنکا پريمئير ليګ کې دانوشکا ګونتيلکا تر ټولو زياتې ٤٧٦ منډې وکړې، همدا راز ونيندو هسارنګا بيا تر ټولو زياتې ١٧ ويکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …