کورپاڼه / خبرونه / شعېب اختر: ښځو ته دې دا حق ورکړل شي چې د خپلې خوښې کالي واغوندي
شعېب اختر

شعېب اختر: ښځو ته دې دا حق ورکړل شي چې د خپلې خوښې کالي واغوندي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى چټک توپ اچونکى شعېب اختر وايي، چې ښځو ته بايد دا حق ورکړل شي، چې هغوى د خپلې خوښې کالي واغوندي.

شعېب ملک چې په يو ټلويزيوني خپرونه کې مېلمه و، نارينه و ته يې وويل، چې که تاسې د ښځو مرسته نه شئ کولاى، نو هغوى ته ځاى ورکړئ.

نوموړي همدا راز نارينه و ته په غصه وويل، چې ښځې چې هر څه اغوندي، هغه يې خپل کار دى، تاسې څوک يئ، چې هغوى ته وايئ چې دا مه اغوندئ او هغه مه اغوندئ.

د خپلې مېرمنې په اړه شعېب اختر وويل، چې زما ښځه نقاب کوي او دا د هغې خپله پرېکړه ده، ما ورته کله هم نه ده ويلي چې نقاب دې واغوندي.

شعېب اختر دا هم وويل، چې په خپل ژوند کې يې د ډېرو اسلامي پوهانو څخه معلومات ترلاسه کړي دي او اسلامي کتابونه يې هم لوستي دي.

نوموړى وايي، چې د ١٦ څخه تر ٣٦ کلونو پورې مې هر څه يو خواته کړي و او خپل ژوند مې تېر کړ او ډېره دنيا مې وليده.

شعېب اختر وايي، چې زه کوم ديني عالم نه يو، خو دين ته ډېر نږدې يم، زموږ دين موږ ته خپلواکي راکړې ده او دا درس هم راکوي، چې بايد نورو ته خپلواکي ورکړو.

د يادولو وړ ده چې ٤٥ کلن شعېب اختر د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ١٩٩٧ څخه تر ٢٠١١ پورې لوبېدلى دى، چې په دې وخت کې نوموړي ٤٦ ټېسټ، ١٦٣ نړيوالې يو ورځنۍ او ١٥ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي. هغه په نړيوالو سياليو کې ٤٤٤ ويکټې ترلاسه کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

انشا اپريدۍ او شاهين شاه اپريدى

د شاهد اپريدي د لور د شاهين اپريدي سره کوژده، د شاهد اپريدي د کورنۍ غبرګون ښکاره شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي لپاره يې کورنۍ د …