کورپاڼه / خبرونه / ويراټ کوهلي اوس هم په خپله پرېکړه ولاړ دى، وايي حتماً هند ته ستنېږي
ويراټ کوهلي او انوشکا شرما

ويراټ کوهلي اوس هم په خپله پرېکړه ولاړ دى، وايي حتماً هند ته ستنېږي

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى ويراټ کوهلي په خپله پرېکړه اوس هم ولاړ دى او وايي چې د هند او اسټراليا ترمنځ سيالۍ به په نيمه کې پرېږدي او د خپل لومړني ماشوم د زېږېدو پر مهال بېرته هند ته ځي او له خپلې مېرمنې سره به يو ځاى وي.

تېره ورځ ويراټ کوهلي په خپلو خبرو کې يو ځل بيا دا خبره وکړه او وې ويل، چې د اسټراليا پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې وروسته به بېرته هند ته ستون شي.

نوموړي په دې اړه وويل، چې دا وخت په ژوند کې ډېر ځانګړى وخت وي او هغه نه غواړي، چې دا وخت بل چېرته تېر کړي او له خپلې مېرمنې څخه ليرې وي.

ويراټ کوهلي اسټراليا ته له تګ څخه مخکې د هند کرکټ بورډ څخه د رخصتۍ غوښتنه کړې وه او کرکټ بورډ هم د هغه د رخصتۍ غوښتنه منلې وه.

د ويراټ کوهلي له اسټراليا څخه هند ته د تګ وروسته به د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اجينکى ريهانى وټاکل شي، ويراټ کوهلي د هغه په لوبډلمشر ټاکل کېدو د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده.

تر دې مخکې ويل کېدل، چې د ويراټ کوهلي بېرته هند ته له تګ وروسته به روهيت شرما لوبډلمشر وي، د روهيت شرما په اړه ويل کېدل، چې د ټېسټ سياليو څخه مخکې به اسټراليا ته لاړ شي، خو هغه اسټراليا ته نه دى تللى، نو ځکه اجينکى ريهانى لوبډلمشر ټاکل کېږي.

د يادولو وړ ده چې د اسټراليا او هند ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه نن په ايډيليډ کې ترسره کېږي، چې هند يې پچه ګټلې ده او لومړى توپوهنه کوي.

ويراټ کوهلي چې د هندي سينما مشهورې هنرمندې انوشکا شرما سره يې واده کړى دى، څه وخت مخکې يې ويلي و، چې د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په مياشت کې يې لومړى ماشوم زېږېدونکى دى.

دا هم ولولئ

آریانا تلویزون هم د شل اوریز نړیوال د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

له ملي سپورټ تلویزون وروسته د آریانا تلویزوني شبکې هم په رسمي بڼه د د …