خپلواک وېبپاڼه (۱۴ اکتوبر ۲۰۱۹): د مس عينک اتلانو او امو نهنګانو په نننۍ لوبه کې مس عينک اتلانو په ۳ منډو بريا خپله کړه، خو د غلطې لوبڅارۍ له امله امو نهنګانو لوبه بايلوده او د سپين غر زمريان د پلی آف پړاو ته لار پېدا کړه.
د شپږيزې کرکټ ليګ په ۱۴مه لوبه کې د وزيرزي مس عينک اتلان او د ډېلي فرېش امو نهنګان لوبډلې مخامخ شوې. د لوبې په پيل کې پچه د مس عينک اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
مس عينک اتلانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې، چې له ډلې يې نور علي ځدراڼ ۷۳ او محمد نبي ۴۸ منډې وکړې.
د امو نهنګانو له لوري شاپور ځدراڼ په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ۴ لوبغاړي يې وسوځول. ابراهيم ساپي او ضيا الرحمن شريفي بيا ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د راشد خان ټوله لوبډله جريمه شوه
فرهان يوسفزی، د کرکټ بورډ قاطع مشر
له سريلانکا شرموونکې ماتې، سرفراز لوبډلمشري پرېښوده
د ۱۶۳ منډو د هدف په تعقيب کې د امو نهنګانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې او په ۳ منډو يې لوبه وبايلله. د دوی له ډلې ابراهيم ځدراڼ ۶۹ او منير احمد ۴۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د مس عينک اتلانو له لوري يمين احمدزي ۲، نوين الحق او طارق ستانکزي ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې په وروستي اور کې يمين احمدزي پنځم توپ وکړ، منير احمد توپوهنې ته ولاړ و، توپ وايډ و او د همدې امله هغه يې د وهلو هڅه ونکړه، خو لوبڅار وايډ ورنکړ او تاوان يې امو نهنګانو ته ورسېده.
همدا راز د امو نهنګانو لوبډلمشر شاپور ځدراڼ وروسته په خپلو خبرو کې هم دا وويل، چې امپايرنګ غلط و او دوی د غلط امپايرنګ له امله لوبه وبايلله.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نور علي ځدراڼ ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې ۷۳ منډې ترلاسه کړې وې.
د يادولو ده چې نن ماسپښين ۱:۱۵ بجه به د پاراګان بند امير ښاماران او د عارف عظيم بوست ساتونکي لوبډلې په ۱۵مه لوبه کې مخامخ شي.