کورپاڼه / خبرونه / متحده عربي امارات افغان لوبغاړو ته وېزې نه ورکوي، له ايرلېنډ سره لړۍ به چېرته ترسره کېږي؟
افغانستان بريا خپله کړه

متحده عربي امارات افغان لوبغاړو ته وېزې نه ورکوي، له ايرلېنډ سره لړۍ به چېرته ترسره کېږي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې مياشت (جنوري ٢٠٢١) کې د ايرلېنډ ملي لوبډلې سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کوي.

افغانستان چې په خپل کوربه توب به يې لوبې په هند کې ترسره کولې، هند د کورونا له امله اى پي ايل په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړ او افغانستان هم نه شي کولاى چې په هند کې سيالۍ ترسره کړي.

له هند وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پلان درلود، چې دا سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي، خو تازه ويل کېږي، چې متحده عربي اماراتو افغان لوبغاړو ته وېزې نه ورکوي او له همدې امله به دا سيالۍ په عمان کې ترسره شي.

خبريال جعفر هاند په دې اړه په ټويټر کې ليکلي دي: ((د بورډ يوه چارواکي راته وويل چې افغانستان له څو اونيو راهيسې هلې ځلې کوي چې افغان لوبغاړو ته د اماراتو وېزې واخلي، خو اماراتو د ځينو نورو هېوادونو په ګډون په موقت ډول پر افغانانو هم وېزې بندې کړې دي، کورنيو ته يې ورکوي، خو افرادو ته يې نه ورکوي، له همدې کبله د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د نړيوالې شورا په مشورې غواړي چې اوس له ايرلېنډ سره لوبې په عمان کې وکړي.))

دا به لومړى ځل وي چې په عمان کې به د دوه بشپړ غړيتوب لرونکو لوبډلو ترمنځ نړيوالې سيالۍ ترسره شي.

جعفر هاند ليکي: ((عمان افغانستان ته ژر وېزې ورکوي او د کرنټين موده يې هم کمه ده.))


د يادولو وړ ده چې د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ د اى سي سي سوپر ليګ برخه دي، چې د ٢٠٢٣ کال نړيوال جام ته د غوراوي لوبې دي.

ايرلېنډ څو ورځې وړاندې د افغانستان پر وړاندې سياليو ته خپله لوبډله اعلان کړې ده، خو افغانستان تراوسه پورې نه هم لوبډله اعلان کړې ده او نه يې هم د تمريناتو په اړه څه ويلي دي.

بل لوري ته د افغانستان ځينې مهم لوبغاړي، راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان په اسټراليا کې دي، چې هلته په بيګ باش سياليو کې لوبېږي.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …