کورپاڼه / جالب / زوم او ورا ټوله شپه د ناوې په کور پسې وګرځېدل، خو پېدا يې نه کړ، تش لاس ستانه شو
د واده ورا

زوم او ورا ټوله شپه د ناوې په کور پسې وګرځېدل، خو پېدا يې نه کړ، تش لاس ستانه شو

په هند کې د له يو زوم او د واده له ورا سره ډېره جالبه وشوه، دوى ټوله شپه د ناوې په کور پسې وګرځېدل، خو د ناوې کور يې پېدا نه کړ او تش لاس بېرته ستانه شو.

د (انډين ټايمز) د راپور په وېنا، د هند د اترپردېش په اعظم ګړ سيمه کې په دې يخه يخنۍ کې زوم او د ورا خلکو ټوله شپه د ناوې کور ولټاوه، خو د ناوې کورو يې پېدا نه کړه، ځکه په دې سيمه کې هيچا ته هم د هغه ادرس په اړه معلومات نه و، چې د ناوې له لوري ورکړل شوى و، د ټولې شپې له لټون وروسته زوم او ورا تش لاس بېرته ستنه شوه.

په بله ورځ د هلک کورنۍ هغه ښځه ونيوله، چې د دې هلک رشته يې کړې وه او نږدې حوزې ته يې ورسوله.

په راپور کې ويل شوي دي، چې له دې مخکې د هلک د کورنۍ هېڅ يو کس هم د ناوې کور نه و ليدلى، خو د واده د بندوبست لپاره يې ٢٠ زره روپۍ هم ورکړې وې.

دا د هلک دويم واده و، ٤ کاله مخکې يې لومړى واده کړى و، خو څه وخت وروسته ترې ښځه د پلار کور ته لاړه او له هغه وروسته بېرته رانغلله.

د لومړۍ ښځې د بېرته نه راتګ وروسته يې کورنۍ د هلک لپاره د دويم واده پرېکړه وکړه او يوه بله نجلۍ يې ورته پېدا کړه. خو د واده لپاره چې کومه نېټه ټاکل شوې وه، په هغه وخت زوم او ورا ټوله شپه د ناوې په کور پسې وګرځېدل او پېدا يې نه کړ.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د هلک د کورنۍ له لوري په هغه ښځې، چې د هلک رشته يې کړې وه، ډېر تورونه پورې شوي و، خو وروسته يې پوليسو ترمنځ سوله وکړه او دوى پرې رسمي عريضه ونه کړه.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …