کورپاڼه / بېلا بېل / هغه ځوان چې ٩ کاله مخکې يې د ايفون لپاره پښتورګى پلورلى و، اوس په کوم حالت کې دى؟
چينايى هلک

هغه ځوان چې ٩ کاله مخکې يې د ايفون لپاره پښتورګى پلورلى و، اوس په کوم حالت کې دى؟

د چين يو ځوان هلک چې ٩ کاله مخکې يې د ايفون اخيستلو لپاره خپل پښتورګى يا ګرده خرڅه کړې وه، اوس په کوم حالت کې دى؟ که له حالته يې خبر شئ، نو افسوس به پرې وکړئ.

د انډيا ټايمز د راپور په وېنا، د دې ځوان نوم وينګ شنګ کو دى، چې په ٢٠١١ کال کې يې د ايفون اخيستلو لپاره خپله ګرده وپلورله، هغه مهال د دغه هلک عمر ١٧ کاله و.

په راپور کې ويل شوي دي، چې وينګ کو ته د پښتورګي د پلورلو په بدل کې ٣٢٧٣ امريکايي ډالر ورکړل شو، چې هغه پرې يو ايفون ٤ او همدا راز ايپېډ ٢ واخيستل.

په انټرنېټ کې د وينګ له يو داسې کس سره اړيکې جوړې شوې وې، چې هغه د انسانانو د بدن غړي اخيستل او هغه وينګ دې ته وهڅاوه، چې خپل پښتورګى وپلوري.

د چين په هنان ايالت کې په غېر قانوني ډول د ياد هلک عمليات وشو او د هغه ښي پښتورګى ترې وويستل شو.

وينګ د پښتورګي په پلورلو سره د ايفون ارمان خو پوره کړ، خو نن هغه په يو داسې بد حالت کې ژوند کوي، چې روغتيا يې ورځ تر بلې د خرابۍ پر لوري روانه ده.

په راپور کې ويل شوي دي، چې وينګ اوس په بستر پروت دى او هره ورځ يې Dialysis کېږي، تر څو ژوندى پاتې شي. ډاکټران د هغه په اړه وايي، چې وينګ چې تر څو ژوندى وي، هغه به خپل ژوند په بستره پروت تېروي.

وينګ چې کله خپل پښتورګى وپلوره، نو څه وخت وروسته يې ياد ځاى ګزګ وکړ، چې له هغه وروسته يې ښه ورځ نه دى ليدلى او د Dialysis ماشين ورته هره ورځ لګېدلى وي.

Loading...

دا هم ولولئ

د خور او ورور اړیکه پر انساني ژوند څومره اغېزې لري؟

د انسان له زېږېدو سره سم ډېرې اړیکې ورسره جوړېږي، چې په دې اړیکو کې …