کورپاڼه / روغتيا / هغه ١١ تېروتنې چې د سترګو روغتیا مو اغېزمنوي
سترګې

هغه ١١ تېروتنې چې د سترګو روغتیا مو اغېزمنوي

سترګې د الله تعالی له لویو نعمتونو څخه دي، چې ساتنه یې نه یوازې د نظر د ښه کولو سبب کېږي، بلکې د اعصابو د آرام سبب هم ګرځي. راځئ لاندې هغه لارښوونې ولولو چې د سترګو د نظر په اغېزمنولو کې ګټورې تمامېږي.

لومړۍ تېروتنه، په کلني ډول د سترګو معاینه نه کول:

ویل کېږي چې دا ډېره اړینه وي چې په کلني ډول یو ډاکتر ته مراجعه وکړو او سترګې مو معاینه کړو، په ځانګړي ډول کله چې له څلویښتو کلونو څخه ډېر شوئ، نو ډاکتر ته لاړ شئ، ترڅو معلومه شي، چې په کومه ناروغۍ خو اخته نه یئ.

دویمه تېروتنه، د سترګې میکروبي کېدل:

هغه سترګه چې سره شوي وي، اوښکې ترې بهېږي یاهم خارښت کوي، ډېر امکان یې د حساسیت یاهم د ساري ناروغۍ د لېږدوي نښه وي، چې ځینې نښې یې د سترګو درد، له رڼا سره حساسیت او نور

دریمه تېروتنه، درملنه نه کول:

کله مو چې په سترګه کې لږه ستونزه هم رامنځته شي، باید ډاکتر مراجعه وکړئ. په ځانګړي ډول هغه وخت ډاکتر ته مراجعه کول ډېر اړین وي، چې په سترګو مو درد وي، نا آرامه وئ، سترګې مو په آسانۍ نه خلاصېږي، سترګې مو سرې وي او نور

څلورمه تېروتنه، د لمر د وړانګو لپاره جوړې شوې عینکې نه په سترګو کول:

عینکې سترګې د لمر له وړانګو ژغوري او د لمر وړانګې د سترګو د (موتیا) په نوم ناروغي رامنځته کوي

پنځمه تېروتنه، سترګو ته لاس ور وړنه:

زیاتره وخت سترګو ته د لاس په وړلو سره سوخت رامنځته کېږي، چې بیا ددې وېره هم وي چې سترګو ته دې په سمه توګه وینه ورسېږي. دغه راز د میکروبي کېدو خطر یې هم شته. ددې لپاره باید خپل لاسونه پاک وساتو.

شپږمه تېروتنه، سکرین ته ډېر کتل:

ویل کېږي، چې موبایل، سکرین، کمپیوټر او د نورو ټیکنالوژیو په سبب سترګو ته ضرر رسېږي او د درد سبب یې ګرځي.

اوومه تېروتنه، د سترګو د غاټکي نه ساتنه:

هر وخت د سترګو پاکوالي ته پام وکړئ او د پاکولو لپاره یې هغه توکي استعمال کړئ، چې لارښوونه یې شوي وي، له اوبو څخه ګټه مه اخلئ.

اتمه تېروتنه، رانجه پر سترګو پرېښودل:

د کاسمیټکس یا رنجو نه پاکول د ضرر سبب ګرځي، نو باید په سترګو رانجه پرېنښودل شي.

نهمه تېروتنه، د معلوماتو نه لرل:

هغه کسان چې د سترګو ناروغي لري، ډاکتر یې باید کورنۍ ته اړوند لارښوونې وکړي او د ناروغۍ په اړه باید معلومات ورکړي.

لسمه تېروتنه، د عینکو نه په سترګو کول:

د عمر په ډېرېدو سره په نظر کې هم کمزوري رامنځته کېږي، چې د عینکو استعمال ورته اړین وي.

یوولسمه تېروتنه، سګریټ څکول:

لکه څنګه چې سګریټ څکول د ډېرو ناروغیو سبب کېږي، همدغه شان سترګو ته هم ضرر رسوي او د مختلفو ناروغیو سبب ګرځي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …