د اترا ادارې په افغانستان کې د پبجي PUBG ګېم بندولو پرېکړه کړې ده او وايي د دې تر څنګ به د نورو ګېمونو په اړه هم پلټنه وشي، چې دې ته ورته ګېمونه به بند شي.
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) په دې اړه يوه خبرپاڼه خپره کړې ده او ليکلي يې دي: ((د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) بورډ د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون په شمول له مختلفو مراجعو څخه د پابجي ګيم اړوند شکايتونو د رارسېدو په تعقيب له يوې جامع بررسۍ وروسته د ليندۍ مياشتې د ٢٦مې نېټې جلسه کې په افغانستان کې د پابجي PUBG انټرنېټي لوبې د بندولو پرېکړه وکړه.))
په دغه خبرپاڼه کې همدا راز زياته شوې: ((اترا د اندېښنو د تحليل، تحقيق او ښې حل لارې د راايستلو په موخه له حج و اوقاف وزارت، پوهنې وزارت، د عامې روغتيا وزارت، د ځوانانو معينيت، د مخابراتو وزارت، ارواپوهانو، د کوچنيانو والدينو، د ښوونځيو مديرانو، د سايبري امنيت متخصصينو، د پلان و پاليسۍ متخصصينو، د ماشوم د زده کړو ملاتړ بنسټونو، د مخابراتي او معلوماتي ټېکنالوژۍ کمپنيو او اتحاديو، د پابخي ګيمرانو، د مخابراتي شبکو له تخنيکي استازو، حقوقپوهانو، اقتصاد پوهانو، د ولسي جرګې غړو، مدني ټولنو او پر روڼتيا د څار بنسټونو سره مشورتي ناستې وکړې او خپل راپور يې بورډ ته راجع کړ.))
په خبرپاڼه کې د اترا د مشر عمر منصور انصاري له قوله ليکل شوي دي: ((زموږ ټيم له يوه هر اړخيز تحليل وروسته موضوع د اترا بورډ ته وړاندې کړه، چې هلته ټولنيزو او امنيتي ملحوظاتو ته په کتو د دغې لوبې د موقتي بندولو فېصله وشوه.))
هغه زياته کړې ده: ((اترا اداره د يو دايمي حل په موخه خپلو تحقيقاتو او مشورو ته ادامه ورکوي.))
په دې خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي دي، چې اترا به د پبجي ګېم د موقت بندېدا له فرصت نه په استفادې هېواد کې د ګېمونو د صنعت او مارکيټ د تنظيم اړوند ځانګړې پاليسي او طرزالعمل چمتو او نهايي کړي.
دوى وايي، چې په ځوانانو کوچنيانو ناوړه اغېز لرونکو ټولو ګېمونو په اړه د تشخيص او تحليل هدايت هم ورکړل شوي دي.
د يادولو وړ ده چې پبجي په ټوله نړۍ کې يو ډېر مشهور ګېم دى، چې د نورې نړۍ په پرتله په افغانستان کې هم مينه وال لري، خو بل لوري ته په ټول هېواد کې د انټرنېټي شبکو څخه خلک سر ټکوي، خو اترا تراوسه پورې په دې اړه هېڅ ګام نه دى پورته کړى.