کورپاڼه / خبرونه / د محمد عامر په استعفا د کرکټ بورډ غبرګون
محمد عامر ٢

د محمد عامر په استعفا د کرکټ بورډ غبرګون

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي محمد عامر نن له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه. نوموړي وويل، چې د کرکټ بورډ د اوسنيو مشرانو له امله ډېر ځورول شوى دى او د دې مشرانو په وخت کې نور نړيوال کرکټ نه شي کولاى او مايوسه شوى دى، نو ځکه استعفا ورکوي.

په دې اړه تازه د پاکستان کرکټ بورډ هم خپل نظر څرګند کړى دى. د پاکستان کرکټ بورډ له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د محمد عامر سره د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان نن غرمه اړيکه ونيوله.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ٢٨ کلن محمد عامر اجراييوي رييس ته د خپلې استعفا خبره تاييد کړه او وې ويل، چې نور د نړيوال کرکټ کولو هيله نه لري او د راتلونکو نړيوالو سياليو لپاره دې د هغه په اړه فکر نه کوي.

وسيم خان وايي، چې دا د محمد عامر شخصي پرېکړه ده، چې د پاکستان کرکټ بورډ د هغه د پرېکړې احترام کوي، له دې پرته په دې اړه هېڅ تبصره کول نه غواړي.

د يادولو وړ ده چې محمد عامر د نيوزيلېنډ پر وړاندې سياليو ته نه و اخيستل شوى او نوموړى په لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې لپاره ولوبېده.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …