کورپاڼه / هنر او کلتور / اميتاب بچن ځوانانو ته: هغه څه وکړئ، چې تاسې ته خوشحالي درکوي
اميتاب بچن

اميتاب بچن ځوانانو ته: هغه څه وکړئ، چې تاسې ته خوشحالي درکوي

د هندي سينما مخکښ او نوميالى هنرمند اميتاب بچن ځوانانو ته په خپل يو پېغام کې وايي، چې هغه څه وکړئ، چې تاسې ته خوشحالي درکوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، مشهور هنرمند اميتاب بچن په ټويټر کې د ځوانانو لپاره يو پېغام خپور کړى دى او هغوى ته يې د خوشحاله ژوند تېرولو په اړه مشهوره ورکړې ده.

نوموړي په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې کله تاسې ځوان يئ، نو تاسې دا فکر کوئ چې بايد ټوله نړۍ خوشحاله کړئ، خو تاسې ټوله نړۍ نه شئ خوشحاله کولاى.

اميتاب بچن همدا راز ليکي، هغه څه وکړئ، چې تاسې ته خوشحاله درکوي، داسې ژوند جوړ کړئ، څه ډول چې يې تاسې تېرول غواړئ.

اميتاب بچن دا هم ويلي دي، چې که څوک ستاسې سره په رښتيا هم مينه لري، نو هغه به تاسې حتماً توجه کوي.

اميتاب بچن چې د کورونا له راتګ وروسته يې د کورونا ويروس ټېسټ هم مثبت راغلى و، د دوه اونيو لپاره په روغتون کې بستر و، چې بيا له کورونا ورغېد.

په هند کې په ګرځبندېز کې تر نرمښت وروسته اميتاب بچن هم خپلو کارونو ته راستون شوى دى او اوس مهال د يو نوي فلم ثبت ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاريش راول او اکشى کمار

اکشى کمار او پاريش راول د OMG دويم فلم جوړوي

په ٢٠١٢ کال کې د هندي سينما مشهور فلم OMG يا Oh My God نندارې …