خپلواک وېبپاڼه (۱۴ اکتوبر ۲۰۱۹): د بند امير ښامارانو د پيل توپوهونکي جاوېد احمدي د شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې نوی ريکارډ جوړ او په خپل نوم يې کړ. په شپږيزه ليګ کې مخکې د يوه لوبغاړي له لوري په يوه پاڼۍ کې تر ټولو زياتې ۱۰۰ منډې شوې وې، خو جاوېد احمدي په نننۍ لوبه کې ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
نن د بند امير ښامارانو او بوست ساتونکو ترمنځ شپږيزې کرکټ ليګ پنځلسمه يا د ليګ لوبو وروستۍ لوبه ترسره کېږي، چې بند امير ښامارانو د پچې ګټلو سره لومړی توپوهنه غوره کړه.
د بند امير ښامارانو له لوري د پيل توپوهونکي جاوېد احمدي په زړه پورې او توپاني توپوهنه ترسره کړه، چې د ۸ شپږيزو او ۱۱ څلوريزو پر مټ يې په ۶۳ توپونو ۱۱۷ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.
تر جاوېد احمدي مخکې په ۲۰۱۷ شپږيزه کرکټ ليګ کې د بوست ساتونکو لپاره کېمرون ډيلپورټ سليزه وهلې وه، چې د شپږيزې کرکټ ليګ په تاریخ کې لومړنۍ سليزه وه او جاوېد احمدي اوس توپوهونکی شو چې سليزه يې ووهله. خو جاوېد احمدي بيا د شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې تر ټولو زياتې منډې وکړې او دا ريکارډ يې په خپل نوم کړ.
په روان شپږيزه کرکټ ليګ کې بيا نجيب الله ځدراڼ ۹۷ ناسوځېدلې، ابراهيم ځدراڼ ۹۶ ناسوځېدلې، اصغر افغان ۹۲ او ګلبدين نايب ۹۱ منډې کړې دي.
بند امير ښامارانو په نننۍ لوبه کې د بوست ساتونکو لوبډلې ته ۱۹۴ منډې هدف ټاکلی دی، چې اوس به د بوست ساتونکي د دغه هدف د ترلاسه کولو هڅه کوي.
د يادولو ده چې نن د شپږيزې کرکټ ليګ د لومړي پړاو وروستۍ لوبه ده، د مس عينک اتلانو او کابل بازانو لوبډلې پلی آف پړاو ته لار پېدا کړې ده، همدا راز سپين غر زمريان هم دويم پړاو ته تللي او څلورمه لوبډله به د نننۍ لوبې وروسته معلومه شي، چې کومه لوبډله د پلی آف پړاو ته ځي.
د مس عينک اتلانو لوبډلې بيا په خپلو ۵ لوبو کې ۴ لوبې ګټلي دي او د ۸ نومرو ترلاسه کولو سره د شپږيزې کرکټ ليګ په جدول کې لومړی مقام لري.