کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل د هغه اکاونټونو ډاټا ډيليټوي، چې له ٢ کلونو راهيسې فعال نه دي
ګوګل

ګوګل د هغه اکاونټونو ډاټا ډيليټوي، چې له ٢ کلونو راهيسې فعال نه دي

که چېرته تاسې له تېر څه وخت راهيسې د جيمېل يا ګوګل اکاونټ نه وي کارولى، نو ښه خبره دا ده چې دا اوس وکاروئ، ځکه ګوګل د اکاونټونو په اړه په خپهل پالېسۍ کې بدلون راوستى دى، چې د جيمېل، ډاکس يا ډاکومنټس او ګوګل فوټوز يا عکسونو په اړه ده.

د ګوګل په وېنا، دوى به د هغه اکاونټونو ټوله ډاټا ډيليټ کړي، چې له تېرو دوه کلونو راهيسې يې کوم فعاليت نه دى ښکاره کړى. دا پاليسي د ٢٠٢١ کال د جون په لومړۍ نېټه پلې کېږي.

ګوګل وايي، د دوى د نوې پالېسۍ له مخې د ٢٠٢١ کال د جون د لومړۍ نېټې څخه به د ګوګل ډرايو، ډاکس، شيټس، سلايډز، جام بورډ، جيمېل، فوټوز، ډراينګز، فورمز او هغه اکاونټونه چې په سايټونو کې فعال نه دي، د هغوى ټوله ډاټا به ډيليټ کړي.

د ګوګل په وېنا، هغه خلک چې غواړي ډاټا يې ډيليټ نه شي، نو خپل اکاونټونه دې د ګوګل په اپليکېشن يا براوزر کې يو ځل وکاروي.

دوى همدا راز وايي، چې دا پاليسي په هغه خلکو نه پلي کېږي، چې ګوګل ته مياشتينى فيس ورکوي، همدا راز دا پاليسي په ګوګل ورک سپېس او جي سيوټ فار ايجوکېشن باندې هم نه پلي کېږي.

د دې پاليسۍ تر څنګ د ګوګل فوټوز د وړيا سټوريج يا وړيا ځاى هم د ٢٠٢١ کال د جون د لومړۍ نېټې څخه ختمېږي.

د دې په اړه ګوګل د ٢٠٢٠ کال په نومبر مياشت کې اعلان کړى و.

تراوسه پورې د ګوګل فوټوز ټوله ډاټا وړيا وه، خو په راتلونکي کال کې به هغه خلک چې ډېره ډاټا ګوګل فوټوز ته اچوي، پېسې به ورکوي.

اوسمهال ګوګل د جيمېل، ډرايو او نورو لپاره ١٥ جي بي ځاى وکوي، چې پکې برېښناليکونه او نور فايلونه ساتل کېږي، خو د ٢٠٢١ کال د جون مياشتې څخه به ډاکس، شيټس، سلايډز او ګوګل فوټوز کې اچول شوي عکسونه او ويډيوګانې هم په دې ١٥ جي بي کې حسابول کېږي.

دا د هغه خلکو لپاره بد زېرى دى، چې هغوى په ګوګل فوټوز کې ډېر عکسونه او ويډيوګانې ساتلې، ځکه تراوسه پورې دا مشکل نه و چې هر څومره ډاټا ورته اچوله، مو اجازه وه.

ګوګل وايي، د دوى ٨ سلنه کاروونکي د ١٥ جي بي ځاى ډکولو لپاره لږ تر لږه ٣ کاله وخت اخلي، خو ٢٠ سلنه بيا داسې دي، چې هغوى دا ١٥ جي بي ځاى ژر ډکوي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …