کورپاڼه / هنر او کلتور / ثنا خان: د واده پرېکړه مې په يوه شپه کې نه ده کړې، د انس په څېر خاوند لپاره مې ډېرې دعاوې کړي
ثنا خان او سيد انس

ثنا خان: د واده پرېکړه مې په يوه شپه کې نه ده کړې، د انس په څېر خاوند لپاره مې ډېرې دعاوې کړي

د هندي فلمونو او هنر نړۍ پرېښودونکې پخوانۍ هنرمنده ثنا خان د خپل خاوند په اړه وايي، چې هغې د واده پرېکړه په يوه شپه کې نه ده کړې، بلکې د سيد انس په څېر خاوند لپاره يې له کلونو راهيسې خداى ته دعاګانې کړې دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، ثنا خان په خپله يوه تازه مرکه کې د خپل خاوند سيد انس سره د لومړي ځل ليدنې او څنګه يې د نوموړې ژوند بدل کړ، په اړه خبرې کړې دې. هغه وايي، چې له سيد انس سره په ٢٠١٧ کال کې اول ځل په مکه کې ليدلي و.

ثنا خان وايي، هغه ورځ چې زه هند ته راروانه وم، نو له انس سره مې کوچنۍ ليدنه وشوه، انس سره راسره خپله پېژندګلو د يو ديني عالم په توګه وکړه. دلته زه غواړم چې د يوې خبرې وضاحت وکړم، چې انس (مفتي) نه دى، بلکې هغه يو (عالم) دى.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Saiyad Sana Khan (@sanakhaan21)


نوموړې زياتوي، ما په ٢٠١٨ کال کې يو ځل بيا له هغه سره اړيکه ونيوله، ځکه زما په مازغو کې د دين په اړه ځينې پوښتنې وې. په ٢٠٢٠ کال کې يو ځل بيا موږ اړيکې ونيولې، ځکه ما غوښتل چې د اسلام په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړم.

ثنا خان له سيد انس سره د خپل واده په اړه وويل، چې ما له انس سره د واده کولو پرېکړه په يوه شپه کې نه ده کړې، بلکې ټول ژوند مې د انس په څېر انسان لپاره د خداى نه دعاګانې کړي دي.

هغه وايي، په انس کې چې زما تر ټولو زيات څه خوښ دي، هغه دا دي چې هغه يو ډېر شريف انسان دى او ډېره حيا لري. هغه وايي، نوموړى د هر چا په اړه پرېکړه نه کوي، بلکې وايي، که يو ښه شى کثافت ته وغورځېږي او لس بالټي اوبه هم پرې واچوې، خو هغه نه پاکېږي، بلکې دغه څيز به له کثافت راوباسې، نو بيا په يو ګيلاس اوبو هم پاکېږي، د هغه دې خبرې په ما ډېر اغېز وکړ.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Saiyad Sana Khan (@sanakhaan21)


د خپل کار په اړه ثنا خان وويل، چې ماته ډېرو خلکو دا وويل، چې تاته ولې دومره وروسته دا خبره معلومه شوه چې ته غلط کار کوي، نو ما ورته وويل، چې انسان ته د هر څه په اړه ژر دا معلومات نه کېږي، چې هغه ښه کوي او که بد، د هنر په نړۍ کې تاسې دومره شهرت ترلاسه کړئ، چې بيا پرېکړه کول درته ګران شي.

ثنا خان وايي، په خپل کور کې زه يوازينۍ وم چې پېسې مې ګټلې او د ګرځبندېز پر مهال ما په ځان کې دا جرات پېدا کړ، چې دا ګام پورته کړم، کوم کار چې ما کاوه، هغه زما لپاره نه و، هندي سينما چې ما ته هر څه راکړي دي، زه يې مننه کوم، خو ماته دا احساس وشو، چې زه د دې نړۍ لپاره نه يم.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Saiyad Sana Khan (@sanakhaan21)


د ټولنيزو رسنيو د پرېښودو په اړه ثنا خان وويل، چې زه ټولنيزې رسنۍ بېخي نه پرېږدم، ځينې خلک مانه پوښتنې کوي، چې د هنر نړۍ پرېښودو وروسته به ټولنيزې رسنۍ هم پرېږدم او بېخي به له نړۍ ځان بيل کړم، خو زه داسې نه کوم، زه غواړم چې خپل ژوند د دين په لارښوونو تېر کړم، دا نه غواړم چې له نړۍ سره خپلې اړيکې پرې کړم.

نوموړې دا هم وويل، چې زما په واده چې څوک نيوکې کوي، هغوى دا حق نه لري، ځکه ما دا واده د چا لپاره نه دى کړى، زما خاوند ډېر ښه انسان دى او هغه ماته تر ټولو ښايسته هم دى، زه د هيچا په کيسه کې نه يم.

په دغه مرکه کې مولانا انس سيد د ثنا خان سره د واده په اړه وويل، چې ما له خداى څخه دعا کړې وه، چې زه له ثنا خان سره واده کوم او هغه زما دعا قبوله کړه. هغه وايي که زما واده له بل چاسره شوى واى، ښايي زه به دومره خوشحاله نه وم، ثنا خان د پاک زړه لرونکې نجلۍ ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Saiyad Sana Khan (@sanakhaan21)


مولانا انس وايي، ډېر خلک مانه پوښتنه کوي، چې تا له يوې هنرمندې سره ولې واده وکړ؟ خو د دې خلکو فکرونه ډېر کوچني دي، دا زما ژوند دى او څوک حق نه لري چې زما د ژوند په اړه تبصره وکړي. خلک که هر څه وايي، خو موږ پوهېږو چې موږ د يو بل لپاره څومره مهم يو.

مولانا انس وايي، هېڅ کله يې هم ثنا خان ته دا نه دي ويلي، چې په ځانګړو لارو يا طريقو دې ژوند وکړي، يا دې حجاب وکړي، بلکې دا هر څه د ثنا خان په خپله خوښ دي، او د هنر نړۍ د پرېښودو پرېکړه هم هغې په خپله کړې ده.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …