کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نيوزيلېنډ پاکستانۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه
نيوزيلېنډ او پاکستان

نيوزيلېنډ پاکستانۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه

نيوزيلېنډ په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې د پاکستان پر وړاندې ښه لوبه ترسره کړه او د ٥ ويکټو په توپير يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د پاکستان او نيوزيلېنډ ترمنځ نن لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه په اکلېنډ کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې د پاکستان لوبډلمشر شاداب خان پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

پاکستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې شاداب خان ٤٢ او فهيم اشرف ٣١ منډې وکړې. پاکستان په پيل کې ژر ژر ويکټې له لاسه ورکړې، چې لومړي څلور توپوهونکي يې محمد رضون په ١٧، عبدالله شفيق په صفر، حېدر علي په ٣ او محمد حفيظ په صفر وسوځېدل.

پاکستان

د نيوزيلېنډ له لوري جېکب ډوفي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٤ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز سکاټ کګلين هم ښه توپ اچونه وکړه او ٣ ويکټې يې واخيستې، اش سودي او بلېر ټکنير ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٥٤ منډو هدف د نيوزيلېنډ لوبډلې په ١٨.٥ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٥ ويکټو په توپير يې لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې بريا خپله کړه.

د نيوزيلېنډ له لوري ټيم سيفرټ په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ٥٧ منډې يې ترلاسه کړې، همدا راز مارک چپمن ٣٤ او ګلين پيليپس ٢٣ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري حارث روف ٣ او شاهين شاه اپريدي ٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جېکب ډوفي ترلاسه کړه، چې نن يې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه.

د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ويسټ انډيز د ١-٠ سره مخکېوالى ترلاسه کړ.

د يادولو وړ ده چې د نيوزيلېنډ لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى کين ويليمسن د خپلې لور د زېږېدو له امله په دې سياليو کې برخه نه ده اخيستې او د پاکستان لوبډلمشر او توپوهونکى بابر اعظم د تمريناتو پر مهال ټپي شوى و، چې د هغه په ځاى شاداب خان د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان له ټېسټ وروسته د شل اوریزو لوبو لړۍ کې هم سویلي افریقا ماته کړه

پاکستان د درې نړیوالو شل اوریزو لوبو په وروستۍ لوبه کې سویلي افریقا ته ماتې …