کورپاڼه / خبرونه / ويراټ کوهلي: ٢٠٠٩ کې د پاکستان پر وړاندې له اوټ کېدو وروسته مې فکر وکړ، چې کيرير مې ختم شو
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: ٢٠٠٩ کې د پاکستان پر وړاندې له اوټ کېدو وروسته مې فکر وکړ، چې کيرير مې ختم شو

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي په يوه مرکه کې ويلي دي، ې په ٢٠٠٩ کال کې د چيمپينز ټرافي لوبو کې چې کله هغه د پاکستان پر وړاندې په لوبه کې اوټ شو، نو فکر يې وکړ چې کيرير يې نور ختم شو.

ويراټ کوهلي د اسټراليايي توپوهونکي سټيو سميت سره په يوه مرکه کې دا خبرې کړې دي. هغه وايي، د يادې لوبې وروسته ټوله شپه خوب نه ورتللو.

نومړي وويل، چې د ٢٠٠٩ کال چيمپينز ټرافۍ کې يې د پاکستان پر وړاندې لوبه کې يو ځل بيا چانس ترلاسه کړى و، خو په دغه لوبه کې د ١٦ منډو ترلاسه کولو وروسته د شاهد اپريدي په توپ وسوځېده.

ويراټ کوهلي او شاهد اپريدى

نوموړي وويل، چې په دغه توپ يې د شپږيزې وهلو هڅه وکړه، خو کېچ شو، هند په دغه لوپه کې ماتې وخوړه. ويراټ کوهلي وايي، سهار ٥ بجې د خپلې کوټې بلۍ ته مې کتل او فکر مې کاوه، چې زما د کرکټ نړيوال کرير نور ختم شو.

د يادولو وړ ده چې په دغه لوبه کې پاکستان د ٥٤ منډو په توپير هند ته ماتې ورکړې وه.

ويراټ کوهلي په يوه مرکه کې ويلي و، چې د ٢٠١١ کال په اسيا جام کې د پاکستان پر وړاندې ١٨٣ منډې جوړول، د هغه د کيرير لپاره ډېر ښه ثابت شو.

د يادولو وړ ده چې سنجى منجريکر هم څو ورځې وړاندې د ويراټ کوهلي په اړه ويلي و، چې په پيل کې ويراټ کوهلي د هند لوبډله کې واخيستل شو، نو په څو ټېسټ لوبو کې ښه ونه ځلېده او کرکټ بورډ پرېکړه وکړه، چې نور يې ليرې کړي، خو مهيندر سينګ دهوني يې ملاتړ وکړ او له هغه وروسته ويراټ کوهلي د منډو په جوړولو پيل وکړ.

Loading...

دا هم ولولئ

اى پي ايل ټرافي

د اى پي ايل ٢٠٢١ د لوبو مهالوېش اعلان شو، لومړۍ لوبه به د ممبۍ او بېنګلور ترمنځ ترسره شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٠٢١ کال د سياليو مهالوېش اعلان شو، …