کورپاڼه / خبرونه / د شاهد اپريدي مشره لور ١٩ کلنه شوه
شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي مشره لور ١٩ کلنه شوه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او الراونډر لوبغاړي شاهد اپريدي د خپلې مشرې لور عکسونه خپاره کړي او وايي چې مشره لور يې ١٩ کلنه شوه.

د شاهد اپريدي د مشرې لور نوم اقصى دى، چې درې ورځې وړاندې يې ١٩مه کليزه وه. د هغې د کليزې په ورځ شاهد اپريدي له خپلې لور سره يو ګډ عکس او د هغې د کېک عکس په ټويټر کې خپاره کړي دي.

نوموړي په ټويټ کې ليکلي دي، چې زما تر ټولو عزيزې ته دې د ډېرو دعاګانو او مينې سره ١٩مه کليزه مبارک وي.


شاهد اپريدى چې ٥ لوڼې لري، پنځمه لور يې په روان کال کې پېدا شوې ده.

شاهد اپريدي په ٢٠٠٠ کال کې د ناديه شاهد سره واده کړى و، چې د ٢٠٠١ کال د دسمبر په ١٥مه نېټه يې لومړۍ لور اقصى زېږېدلې وه.

د شاهد اپريدي د لوڼو نومونه اقصى، عنشه، اجوا، اسماره او عروه دي.

هغه وخت نا وخت د خپلو لوڼو عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپروي او وايي چې دا پرې د خداى لوى رحمت دى چې دومره لوڼې يې ورکړي دي.

د يادولو وړ ده چې شاهد اپريدى چې په دې وروستيو کې د لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډلمشر و، د ٣ پرلپسې ماتو وروسته بېرته په عاجل ډول پاکستان ته ستون شوى و.

هغه ويلي و، چې ژر به بېرته سريلانکا ته لاړ شي، خو تر پاى پورې هغه سريلانکا ته لاړ نه.

پاکستان ته له ستنېدو مخکې د کنډي ټسکرز او ګال ګليډيټرز د لوبې پر مهال شاهد اپريدي د نوين الحق سره شخړه هم کړې وه، چې ويډيو يې په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

انشا اپريدۍ او شاهين شاه اپريدى

د شاهد اپريدي د لور د شاهين اپريدي سره کوژده، د شاهد اپريدي د کورنۍ غبرګون ښکاره شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي لپاره يې کورنۍ د …