کورپاڼه / د لوبو راپورونه / اسټراليا د هند د ٢٤٤ منډو په ځواب کې ١٩١ منډې وکړې
اسټراليا او هند

اسټراليا د هند د ٢٤٤ منډو په ځواب کې ١٩١ منډې وکړې

د اسټراليا لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې ښه ونه ځلېده او ټوله لوبډله يې د ١٩١ منډو په جوړولو وسوځېده، د هند لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٤٤ منډې کړې وې.

د اسټراليا لپاره تر ټولو زياتې منډې ټيم پين ترلاسه کړې، چې نوموړي ٧٣ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز مارنوس لابوشين بيا ٤٧ منډې وکړې.

په نورو لوبغاړو کې ميتيو ويډ او جو برنز په ٨-٨، سټيو سميت په ١، ټريويس هيډ په ٧ او کيمرون ګرين په ١١ منډو وسوځېدل.

د هند له لوري بيا روي چندرن اشوين تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٤ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز اميش يادو هم په توپ اچونه کې ښه وځلېده او ٣ ويکټې يې ترلاسه کړې، جسپريت بومرا هم ٢ لوبغاړي وسوځول.

د يادولو وړ ده چې د هند او اسټراليا ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه پرون په اډيليډ کې پيل شوې ده. د لوبې په پيل کې هند پچه ګټلې وه او لومړى يې توپوهنه ترسره کړه.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٤٤ منډې کړې وې، چې ويراټ کوهلي ٧٤، چيتيشور پجارا ٤٣ او اجينکى ريهانى ٤٢ منډې کړې وې.

هند خپله دويمه پاڼۍ هم نن پيل کړه، خو د ورځې تر پاى پورې يې د ١ لوبغاړي په سوځېدو ٩ منډې وکړې.

پريتوي شاو يوازې ٤ منډې جوړې کړې او خپله ويکټ يې له لاسه ورکړه، همدا راز ماينک اګروال په ٥ او جسپريت بومرا په صفر ناسوځېدلي ولاړ دي.

د اسټراليا له لوري پاټ کومنز ١ ويکټ اخيستې ده.

د هند لوبډله اوسمهال ٦٢ منډې مخکېوالى لري، چې اسټراليا ته به هدف ټاکي.

Loading...

دا هم ولولئ

ارون فنچ

اسټراليا پرلپسې دويمه لوبه کې هم نيوزيلېنډ مات کړ

اسټراليا په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې د ښې توپ اچونې په مټ نيوزيلېنډ …