کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د (هېرېدو عادت) لرونکو کسانو ته د ساينسپوهانو ښه زېرى
د هېرېدو عادت

د (هېرېدو عادت) لرونکو کسانو ته د ساينسپوهانو ښه زېرى

ډېرى خلک داسې يو عادت لري، چې ډېر وخت ترې ځينې مهمې خبرې هېرېږي او بيا بل څوک ورته هغه خبرې يادوي، چې په پلانۍ ورځ مو پلانۍ خبره کړې وه، خو ستا هېره ده، چې هغه کس ورته په ځواب کې وايي، چې هو له ذهن مې وتلې وه يا مې هېره وه.

خو هغه کسانو ته چې خبرې ترې هېرېږي، ساينسپوهانو د يوې نوې څېړنې ترسره کولو وروسته زېرى ورکړى دى، چې په اورېدو به يې خوشحاله شي.

د (انډي ١٠٠) د راپور په وېنا، د ټورنټو پوهنتون ساينسپوهانو يوه نوې څېړنه ترسره کړې ده، چې په پايله کې يې معلومه شوې ده، چې هغه خلک چې خبرې ترې هېرېږي، په اصل کې ډېر ځيرک او پوه وي.

د دې څېړنډلې مشر پروفيسر بليک رکلينډ وايي: ((دا ډېره مهمه وي چې مازغه غېر ضروري خبرې هېرې کړي او خپل ټول تمرکز په اصلي هدف وساتي.))

نوموړى همدا راز په خپلو خبرو کې زياتوي، هغه کسان چې ډېر څه يې له مازغو ووځي يا ترې هېرېږي، دا ډول کسان دا صلاحيت لري چې ښې پرېکړې وکړي، ځکه د دوى مازغه په يو ځاى وي.

پروفيسر بليک رکلينډ دا هم وايي، هغه خلک چې خبرې ترې هېرېږي، د هغوى د مازغو ميموري يا حافظه تر نورو قوي او له روغتيا برخمنه وي، دا بالکل همداسې کار کوي، لکه څنګه چې يو روغ او د ځيرک انسان مازغه کار کوي.

دا نو د هغه خلکو لپاره ډېر ښه زېرى دى، چې وخت نا وخت ترې د ژوند د ورځنيو چارو او نورې خبرې هېرېږي، ايا تاسې خو به په دې ډله کې نه يئ؟

Loading...

دا هم ولولئ

د ځمکې په اتموسفیر کې د لومړي ځل لپاره فضایي طوفان او د الکترون باران

ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره د ځمکې په اتموسفیر یافصاء کې فضایي طوفانونه منلې دي، …